"د ورکې شوې الوتکې معما ښايي حل نه شي"

د عکس سرچینه، AP
مالیزیا خبرداری ورکړی چې د مالیزیا د هوايي شرکت د ورکې شوې الوتکې د ورکېدو لاملونه ښايي هېڅ کله څرګند نه شي.
دا په داسې حال کې ده چې د مالیزیا صدراعظم نجیب رزاق استرالیا ته روان دی چې د ورکې شوې الوتکې په اړه له استرالیايي چارواکو سره خبرې وکړي.
اخوا د مالیزیا د پولیسو مشر وايي چې د دوی لټون به روان پاتي وي.
تېره ورځ د ورکې شوې الوتکې په لټون کې ۱۰ الوتکو او نهو بیړیو برخه واخیسته، په لټون کې د برتانیا یوه اوبتل هم برخه لرله.
د مالیزیا د هوايي شرکت الوتکه چې ۲۳۹ کسان په کې سپاره وو د مارچ په اتمه نیټه له کولالمپور نه بیجنګ ته پر لاره ورکه شوه.
د مالیزیا صدراعظم به نن (چهارشنبه د اپریل دویمه) ناوخته د استرالیا په لوېدیځ کې د پرت سیمې ته ورسېږي او د هغه مرکز لېدلو ته به ورشي له کومه ځایه چې د لټون مشري کېږي.
ښاغلی رزاق به د استرالیا له صدراعظم ټوني ابوټ او د هوايي ځواک له متقاعد مارشال انګوس هوسټن سره چې د لټون مشري کوي وګوري.
په همدې حال کې د مالیزیا د پولیس مشر خالد ابوبکر وايي د دوی له خوا تحقیقات به دوام وکړي.
نوموړي ویلي چې تراوسه د الوتکې د پيلوټانو او عملې د کورنیو له غړو سره څه باندې ۱۷۰ مرکې شوې ان له هغو کسانو نه هم پوښتنې ګروېږنې شوي چې الوتکې ته یې توکي خیژولي وو.
د ښاغلي ابوبکر په وینا په الوتکې کې د کارېدونکو خوړو په اړه هم څیړنې شوي دي.








