لاريونيانو ته د اوکرايني سرتېرو غبرګون

د عکس سرچینه، AP
د اوکراين د کورنیو چارو وزارت وايي تیره شپه یې د ختیځ خارکیف ښار په حکومتي ودانيو کې د ترهګرۍ ضد عملیات پيل کړي دي.
د اوکراين د کورنیو چارو وزارت په یوه بيانيه کې ویلي دغه ودانۍ د روسي پلوه بیلتون غوښتونکو له خوا نیول شوې وې.
د کورنیو چارو زارت د معلوماتو له مخې له ډزو پرته له دغو کسانو اوه تنه یې نیول شوي دي.
د دوشنبې پر ورځ روسیې پلوه اعتراض کوونکو په خارکیف او دونیتڅګ ښارونو کې له اوکراین څخه د بیلتون اعلان وکړ.
له دې وړاندې د امریکا متحد ایالتونو د اوکراین د ختیځ پرلور د پټ او یا ښکاره پرمختګ په اړه روسیې ته خبر داری ورکړ.
د سپینې ماڼۍ یوه ویاند وویل دا سې کره شواهد په لاس کې شته چې ځینې لاریون کوونکو ته پیسې ورکړل شوې او د سیمې اوسیدونکي نه دي.
مسکو په دغې سیمه کې چې د اوکراين د صنعت زړه بلل کیږي د نا کراریو او د بیلتون غوښتلو غندنه کړي.
تیره شپه په دونیڅک ښار کې د اعتراض کوونکو چې د ځايي ادارې ودانۍ یې نیولي او ځايی چاراکو ترمنځ خبرې شوې دي.
د دوشنبې پر ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري خپل روسي سیال سرګي لاوروف ته ویلي و، چې د نارامۍ رامنځته کولو لپاره به د روسیې هڅې دغه هېواد ته په لوړه بيه پرېوځي.








