د هند تر ټولو سترې ټاکنې پیل شوې

د عکس سرچینه، Reuters
په هندوستان کې عمومې ټاکنې پیل شوي دي، چې د نړۍ تر ټولو سترې ټاکنې بلل کیږي.
په دغو ټاکنو کې حاکم ګانګریس ګوند له مخالف ملت پال بي جې پي سره سیالي کوي.
دغه ټاکنې، چې نهه پړاونه لري نن (دوشنبه) پیل شوې او د مې تر دولسمې به روانې وي.
په هندوستان کې څه باندې۸۰۰ میلیونه خلک د رایه ورکولو په شرایطو برابر دي.
د ای ای پي په نوم، د فساد ضد نوی ګوند هم په دغه ټاکنو کې سیالۍ ته راوتلی دی.
دغه ګوند په سیمه ییزو ټاکنو کې د پام وړ لاسته راوړنې درلودې.
د دې ترڅنګ ګڼ شمېر نور کوچني ګوندونه هم په دغو ټاکنو برخه لري.
که چېرې لوی ګوندونه په دغو ټاکنو کې اکثریت رایې ترلاسه نه کړي، ښايي همدغه کوچني ګوندونه د حکومت په جوړلو کې مهم رول ولري.
د هندوستان ولسي جرګه (لوک سبا) ۵۴۳ انتخابي څوکۍ لري او د حکومت د جوړولو لپاره هر ګوند یا ایتلاف لږ تر لږه ۲۷۲ څوکیو ته اړتیا لري.
لومړي وزیر منموهن سنګ له وړاندې ویلي، چې له دندې لرې کیږي او ګانګرس ګوند مشري راهول ګاندي کوي.
نوموړی د د هندوستان د مشهورې کورنۍ نهرو ګاندي د کورنۍ غړی دی.
د بي جي پي ګوند مشري، ناندریزه ملت پال ناریندرا مودي کوي.
ښاغلی مودي چې په دریو سروې ګانو کې مخکښ راغلی، د ګوجرات ایالت مشر دی. دغه ایالت په ۲۰۰۲ کال کې د مسلمانانو پرضد د تاوتریخوالو شاهد و.
رایو مرکزونو ته د خلکو اوږدې لیکې جوړې شوې دي.
د سږ کال په ټاکنو کې له ۲۰۰۹ کال څخه نژدې د ۱۰۰ میلیونه رایه اچوونکو شمیر ډیر دی.
دغه شاوخوا ۸۱۴ میلیونه هندیان به په ۹۳۰۰۰۰ مرکزونو کې رایه اچوي.
په ۲۰۰۹ کال کې د رای اچونې د مرکزونو شمېر ۸۳۰۰۰۰ وو.
په رایه اچونه کې به برېښنايي ماشینونه هم کارول کېږي.

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس سرچینه، BBC World Service








