ډيلي کې د امريکا سفيرې استعفا کړې ده

نينسي پاول له ۲۰۱۲ کال راهيسې په هند کې د سفيرې په توګه دنده ترسره کوي

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، نينسي پاول له ۲۰۱۲ کال راهيسې په هند کې د سفيرې په توګه دنده ترسره کوي

په هند کې د امريکا سفيرې نينسي پاول اعلان کړی، چې د مې مياشتې په وروستيو کې حکومتي دنده پرېږدي او په خبره يې خپله استعفا يې ولسمشر اوباما ته استولې ده.

نينسي پاول له ۲۰۱۲ کال راهيسې په هند کې د سفيرې په توګه دنده ترسره کوي.

په هندي رسنيو کې داسې راپورونه ورکول کېږي، چې ګواکې د اغلې پاول استعفا د هند او امريکا ترمنځ د هندي دپلوماتې ديوياني کهوبراګړې پر سر د راولاړو شويو ناندريو له امله ده.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت يوې سرچينې بي بي سي ته ويلي، چې د امريکا حکومت له وخته وړاندې د خپلې سفيرې د لرې کولو پرېکړه، په غيرعادي وضعيت کې کړې ده.

دغې سرچينې ويلي چې د ويکيليکس له لوري د امريکا د پټو اسنادو له خپرولو وروسته ځينې سفيران له دندو لرې شوي، ځکه يو شمېر حکومتونه له دغو سفيرانو سره له کار کولو سوچه انکار کړی دی.

هندي دپلوماته ديوياني کهوبراګړې د خپلې نوکرې سنګيتا رچرډز له لوري د شکايت له امله په امريکا کې ونيول شوه.

پر دې تور و، چې د قانون سره سم يې کورنۍ ملازمې ته تنخوا نه ورکوله.

ديوياني کهوبراګړې په ويزه کې د درغلۍ او خپلې نوکرې ته د کمې تنخوا ورکولو له امله تېر کال د ډسمبر پر ۱۳مه ونيول شوه او پرته له دې جرم پرې ثابت شي له امريکا د وتلو غوښتنه ترې وشوه.

بل خوا د امريکا د بهرنيو چارو وزارت دغه خبرونه بې بنسټه بللي او ويلي يې دي چې ولسمشر اوباما د اغلې پاول پر وړتيا بشپړ ډاډ لري.

وزارت وايي د نینسي پاول استعفا د هند له انتخاباتو سره هېڅ اړيکه نه لري او دغه پرېکړه لا له وړاندې نيول شوې وه.

پاول له ۳۷ کلن خدمت وروسته ځي او په ډيلاويير کې خپل کور ته ستنېږي.