''د خبرو تر پايلو ايراني ساتونکي نه وژنو''

د عکس سرچینه،
د جیش العدل ډله چې د ایران پوله ساتونکي یې یرغمل کړي وايي، د مذاکراتو تر پایلو به هیڅ یو پوله ساتونکی ونه وژني.
دغې ډلې مخکې کواښ کړی وو چې د اپریل تر ۲يمې به یو بل ایرانی پوله ساتونکی هم اعدام کړي.
خو پرون یې په یوه اعلامیه کې اعلان وکړ، چې ''د خبرو اترو تر پایه به د یرغمل شو کسانو ژوند ته هیڅ کواښ پېښ نه شي''.
جیش العدل له ایران نه غوښتي د دغو پوله ساتونکو د خلاصون لپاره باید د دې ډلې ۵۰ زنداني غړي، په ایران کې ۲۰۰ سني مذهبه زندانیان او همدارنګه ۵۰ سني ښځې چې د جیش العدل په وینا په سوریه کې له سپاه پاسداران سره بندیانې دي، خوشې کړي. جیش العدل ویلي، د پوله ساتونکو د ازادولو په اړه په مذاکراتو بوخت دي، خو ایراني چارواکو په دې اړه چې آیا اوس خبرې اترې روانې دي، په ډاګيزه توګه څه نه دي ويلي.
ايراني چارواکو دوه اوونۍ مخکې له جیش العدل سره د پوله ساتونکو د خلاصون په اړه 'د اړیکو نیولو' په تړاو خبر ورکړی وو.
د سیستان او بلوچستان ولایت څارنوال ابراهیم حمیدي دوه ورځې ورسته له هغه چې د یوه تن پوله ساتونکي د وژل کیدو خبر خپور شو اعلان وکړ، چې جیش العدل خپلې غوښتنې په رسمي ډول نه دي اعلان کړي، او یادې شوې غوښتنې هم 'غیر منطقي' دي. د پنځو تنو یرغمل شویو پوله ساتونکو څخه د یوه تن د وژل کیدو خبر څو اوونۍ وړاندې خپور شو.
د ایران دغه پوله ساتونکي تیر کال د ایران په سوېل ختیځ کې د ایران اوپاکستان له ګډې پولې وتښتول شول.



