ترکي پوليسو له لاريونيانو سره نښتې کړي

د عکس سرچینه، AFP
د ترکیې پولیس د هغو زرګونه مظاهره چيانو سره په نښته واوښتل چې د تیرکال په لاریونونو کې د یوه ټپي شوي هلک د مړینې له کبله د حکومت پرضد راوتلي وو.
په انقره او استانبول کې پولیسو پر لاریون کوونکو اوبه وشیندلې او پر هغوی یې اوښلن غاز وشينده.
د ترکيې په لږترلږه نهو نورو ښارونو کې هم د نښتو راپورونه ورکړل شوي دي.
په پام کې ده چې د دغه ۱۵ کلن هلک جنازه نن د چارشنبې په ورځ په استانبول کې ترسره شي.
دغه هلک له تیرو ۹ میاشتو راهیسې د کوما په حالت کې وو او هغه مهال پر سر د اوښکي بهوونکي ګاز پر ګولۍ ټپي شوی و چې ډوډۍ یې اخيسته.
بل خوا د ترکیې د کارګرانو تر ټولو لویې ټولنې هم نن په ټول هیواد کې د لاریونونو غږ کړی.
دا لاریونونه د هغه هلک له جنازې سره هممهاله ترسره کیږي چې تیرکال د حکومت ضد لاریونونو پرمهال ټپي او بیا مړ شو.
د سه شنبې په ورځ د ۱۵ کلن هلک برکن الوان مړینې لا ډیر لاریونونه را پارولي دي.
په استانبول او انقره کې پولیسو پر لاریون کوونکو اوښکې بهوونګی ګاز کارولی او اوبه یې پرې شیندلې دي.
د برکن الوان جسد په یو زیارت کې ایښودل شوی په کوم ځای کې چې سلګونه ویرکوونکي راټول شوي دي.








