اردوغان: حکومت کولای شي فيسبوک او يوټيوب وتړي

د ترکيې لومړي وزير اعلان کړی، له هغه ځايه چې ټولنيزې شبکې د ده د دولت لپاره يو ګواښ ګڼل کېږي، حکومت يې کولای شي فېسبوک او يوټيوب بند کړي.
په دغو ټولنيزو شبکو کې د ښاغلي اردوغان پر ضد په دوامداره ډول د فساد تورونه لګول کېږي.
د دې وروستۍ بېلګه د لومړي وزیر او د هغه د زوی ترمنځ د هغو پټو خبرو ثبتول دي، چې ويل کېږي د پيسو د پټولو د څرنګوالي په اړه يې کړي دي.
ښاغلي اردوغان ويلي، دغه مطلب د ده د غليمانو له لوري جوړ شوی او نشر شوی دی.
ده ويلي، چې خپل هېواد د ټولنيزو شبکو د فعاليتونو له امله نه پرېږدي.
د تېر میلادي کال په وروستيو کې پوليسو لسګونه کسان د مالي فساد په تور ونيول، او د نیول شويو په منځ کې د رجب طيب اردوغان د حکومت نژدې کسان هم وو.
د دغو کسانو نيونه او د اداري فساد د دوسيو څېړل په ترکيه کې په يوه پراخه مسله واوښته.
حکومت له فساد نه د قضايي قوې او پوليسو د پاکولو لپاره اقدامات پيل کړل او له بلې خوا په وروستيو اوونيو کې داسې کېسټې راوتلي، چې په هغو کې د لومړي وزير په ګډون د بېلابېلو چارواکو غږونه شته، چې له مخې يې هغوی په فساد تورنېدای شي.
ترکي چارواکي دغه تورونه ردوي.
د عدالت او پراختيا ګوند له ۲۰۰۲ کال راهيسې په ترکيه کې واکمن دی. دغه ګوند ځان منځلار بولي او د اقتصادي غوړېدا پلويان يې معرفي کوي.
خو نيوکه کوونکي دغه ګوند تورنوي چې ګواکې د هېواد د اسلامي کېدو هڅې کوي.








