کراچۍ کې د تاوتريخوالي پېښو ۱۳ کسه وژلي

د عکس سرچینه، AFP
د کراچۍ په لياري سيمه کې په بېلابېلو پېښو کې د ډزو او لاسي بمونو په پايله کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږترلږه ۱۳ کسه وژل شوي دي.
دغه تاوتريخوالی له هغه وروسته شوی، چې پوليسو او امنيتي ځواکونو تېره شپه د يوه مشکوک تورن د وژلو ادعا وکړه.
دغه کس د امنيتي ځواکونو لپاره په کراچۍ ښار د تر ټولو مطلوب کس غفار ذکری وړوکی ورور ښوول شوی دی.
د ده له وژل کېدو وروسته وسله والو د ښار په بېلا بېلو سيمو کې ډزې وکړې او لاسي بمونه يې وغورځول، چې په پايله کې يې ۷ ښځې او دوه ماشومان ووژل شول.
د ډزو په پايله کې نژدې ۲۴ کسه ټپيان شوي هم دي، چې روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
په سيمه کې د بي بي سي خبريال وايي چې د لياري په سيمه کې تر ډېره وخته ډزې روانې وې، او هټۍ او مارکېټونه تړل شوي وو.
د کراچۍ لياري يوه وروسته پاتې سيمه ده او تر ډېره په کې داړه مارې ډلې بريدونه کوي.
په کراچې ښار کې د امنيت ټينګولو لپاره له تېرو څو مياشتو راهيسې د حکومتي ځواکونو له لوري هدفي عمليات روان دي.
له هغه راهيسې چې عمليات پيل شوي د تاوتريخوالي په پېښو کې کموالی راغلی، خو په بشپړه توګه پای ته نه دي رسېدلي.
د ام کيو ام سياسي ګوند په کراچۍ ښار کې تر دې وړاندې نيوکه کړې وه، چې د ده د ګوند غړي په نښه کېږي.
تېره مياشت د سندهـ حکومت ويلي و، چې په کراچۍ ښار کې دوه نيم ميليونه غيرقانوني کسان اوسېږي، چې دې په ښار کې وضعيت خراب کړی دی.








