پاکستان کې د شخصي ټلویزیون پر کارکونکو برید شوی

د عکس سرچینه، BBC World Service
د پاکستان کراچۍ ښار کې د یوه شخصي ټلویزیون پر ګاډي د ډزو پایله کې درې کارکونکي وژل شوي دي.
د کراچۍ پولیسو یو افسر عامر فاروقي وايي پېښه د کراچۍ ناظم اباد سیمه کې رامنځ ته شوه.
د نوموړي په وینا پر موټر سایکل سپرو نامعلومو کسانو د ټلویزیون پر ګاډي ډزې وکړې، چې پایله کې یې ډرېور، تخنیکګر او یو ساتونکی ووژل شول.
د ایکسپریس نومي ټلویزیون مسوولین وايي، د پېښې ځای کې یې یو عکاس هم موجود و، چې زیان ورته نه دی اوښتی.
د یاد ټلویزیون پر کارکونکو دغه دریم برید دی. له دې مخکې تېر کال د یاد ټلویزیون پر مرکز دوه ځلې اګست او سپتمبر میاشتو کې بریدونه وشول.
د سند ایالت اطلاعاتو او کلتور ایالتي وزیر شرجیل انعام میمن وايي د پېښې په اړه یې د څېړنې امر کړی. نوموړی وايي باید معلومه شي، چې ولې پر یوه ځانکړې ټلویزیون پرله پسې بریدونه کېږي.
د پاکستاني ژورنالیستانو اتحادیې د پېښې له کبله ټول هېواد کې د احتجاج اعلان کړی.
تېره میاشت د ژورنالیستانو د حقونو لپاره مبارزه کونکي نړیوال سازمان په خپل کلني رپوټ کې پاکستان د نړۍ له هغو پنځو هېوادونو، یوه وباله چې د ژورنالیستانو لپاره خورا خطرناک دي.








