۲۰۱۴ ازادي: نوی فصل

د بي بي سي نړیوال فصل دغه نوې لړۍ پوښتي، چې ایا په ۲۰۱۴ کال کې ازادي په کومه معنا ده.
لندن، د ۲۰۱۴ د جنورۍ ۱۴مه (دوشنبه). بي بي سي نن ۲۰۱۴ ازادي پروګرام اعلان کړ، دغه د هغو تحقیقاتي پروګرامونو لړۍ ده، چې د نړۍ له ګوټ ـ ګوټڅخه د نننۍ ازادۍ په اړه د ازادۍ په اړه بېلابېل نظریات پوښتل شوي. لومړی پروګرام د جنورۍ پر ۲۵ خپور شو، په اصل کې د ازادۍ دغه پروګرام په انګلیسي ژبه پر نړیوال سرویس کې، د بي بي سي خبري تلویزیونونو پر پردو، په ځینو ژبو او بي بي سي ټکی کام وېبپاڼه د ۲۰۱۴ تر اپرېل پورې خپرېږي، چې بي بي سي پښتو وېبپاڼې ځانګړې پاڼه ورته جوړه کړې ده.
د بي بي سي نړیوالو خبرونو مشر پیټر هاروکس وايي:((بي بي سي د رسنیو د ازادۍ د اتله [مخکښه] ده. بي بي سي له مودو راهیسې د ازادۍ سمبول دی، ځکه چې د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې یې پخپلو خبري رپوټونو کې بې پرې والی او انډول ساتلی دی)).
((له دې کبله خوښ یم چې د ۲۰۱۴ ازادي لړۍ نړیوالو خبرونو پروګرام اعلانوم، چې په لړ کې یې بي بي سي د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د ازادۍ د حقیقت روښانه کولو کې د خلکو اندونه پوښتي. په دې لړۍ کې زموږ هڅه دا ده چې په نړۍ کې د خپلو خبریالانو په مټ د سیمه ییزو مفاهیمو په لړ کې د تحقیقي ژورنالیزم پروګرامونو په وسیله د ازادۍ حقیقت روښانه کړو)).
۲۰۱۴ ازادي پروګرام د تایلنډ غلامو کب نیوونکو مستند فلم پر رادیو او تلوېزیون خپروي.
د جنورۍ پر ۲۷، د بي بي سي نړیوالو خبرونو کې پر دې پروګرام بحث وکړ، چې ایا د حکومتونو له مزاحمت پرته موږ ازادي لرلی شو، ځکه چې ټکنالوژي زموږ د ژوند پر هر اړخ اغېز لري، او زموږ هر کړه وړه په اسانۍ سره ثبتوي او څاري.
په رادیويي او تلوېزیوني پروګرامونو کې پر دې هم بحث وشو، چې حکومتي استخباراتي بنسټونه څرنګه د خپلو متحدینو او په نړۍ کې د میلیونونو عادي خلکو څارګري کوي. په پروګرام کې پر دې هم بحث کېږي، چې ایا عادي خلک خپل شخصي معلومات څرنګه په خوندي توګه ساتلی شي.
د بي بي سي د نړیوالو خبرونو مشر جیمز سټیفنسن وايي:((اډوارډ سنوډن د امریکا د ملي امنیت ادارې څارګر معلومات افشا کړل. موږ دې ته کتنه کوو چې په نړۍ کې عام وګړي د ډیجیټل پېر معلومات او ډیجیټل کیسو په اړه څومره اندېښنه لري)).
د ازادۍ د دې لړۍ د یوې برخې په توګه، بي بي سي له خپلو نړیوالو مینه والو غواړي چې د ازادۍ په اړه خپل انځورونه، په اړه یې جزییات راواستوي.
په دې لړ کې ځینو کسانو خپل انځورونه او وېډیويي څرګندونې راستولې دي، چې د جنورۍ پر ۲۹ پر وېبپاڼه خپرې شوې دي.
د راتلونکو میاشتو په درشل کې د ۲۰۱۴ ازادۍ په لړۍ کې څو ډوله پروګرامونه پام کې نیول شوي دي. دغه پروګرامونه د بي بي سي نړیوال سرویس د ۲۷ ژبو د خبریالانو له خوا جوړ او تولید شوي، چې ځینې بېلګې یې په لاندې ډول دي:
د ازادۍ سندرې: په دې لړۍ کې پنځه پروګرامونه دي، چې د سندرو په ژبه په نړۍ کې ازادي اظهار شوې ده. له نینا سیمون څخه (کاشکي پوهېدی چې څرنګه د ازادۍ احساس لرم) سندره په ارجنټاین کې د زلمیانو یوې ډلې د پوځي دیکتاتورۍ پرمهال او سوېلي افریقا مظاهرو (بشري غږ) او مدني فعالانو ویلې ده.
د چین نړیوال پاپ سندرغاړی: ریبیکا کنتور د حکومت له خوا د منل شوي پاپ سندرغاړي په اړه راپور لري.
هېرې شوې کیسې، چین او جاپان: د چین او جاپان تاریخي کیسې تل د اړیکو د خړپړتیا ګرمې کیسې جوړوي، خو ځوان نسل د دغه میراث په اړه څه نظر لري؟ جاپاني خبریالې ماریکو اوی په چین کې له خپلې سیالې خبریالې هېنېنګ لیو سره کتلي، او بیا هېنېنګ د ماریکو په کوربه توب او غوښتنه پخپل لومړي سفر جاپان ته تللې ده.
ازادي په یوازېتوب کې ده: روپا جها په لومړي لاس معلوماتو کې په هندي ټولنه کې د ښځو ـ کونډو، طلاقو شویو ښځو یا مجردو مېرمنو له نظره د قضاوت په اړه د هغوی نظرونه راغونډ کړي دي.
د ګوانتانامو غږ: داود اعظمي پاکستان، افغانستان او ګوانتانامو ته د دې لپاره تللی، چې د ګوانتانامو له مخکنیو زندانیانو وپوښتي چې د دوی په اند ازادي څه معنا لري. اعظمي هغه لومړنی افغان خبریال دی چې د امریکا تر ټولو لانجمن پوځي زندان ته ورغلی او د سترګو د لیدلي حال پربنسټ یې رپوټپرې چمتو کړی.
بي بي سي پښتو وېبپاڼې هم د ۲۰۱۴ ازادۍ لپاره یوه پاڼه ځانګړې کړې، چې انځورونه، وېډیوګانې، تحقیقي رپوټونه او بېلابېل توکي په کې ځای پر ځای شوي.








