کيف کې مظاهره چيان د ولسمشرۍ ماڼۍ ته ننوتي

د عکس سرچینه، Reuters
اوکرايني مظاهره چيانو په پلازمېنه کيف کې د ولسمشر ويکتور يانوکووېچ رسمي دفتر او د اوسېدو ودانيو ته وروسته له هغه ننوتي چې امنيتي ځواکونه ترې ووتل. پوليس وايي دوی له خلکو سره دي.
دغه پېښه له هغه ۲۴ ساعته وروسته رامنځته شوې چې چې د ولسمشر ویکتو يانوکووېچ او اپوزېسيون ترمنخ د اوکراين د سياسي کړکېچ د پای ته رسېدو په موخه موافقه وشوه.
د بي بي سي يو خبريال چې د ولسمشرۍ ماڼۍ په محوطه کې دی، وايي داسې برېښي چې په ودانۍ کې څوک نه شته.
مالومه نه ده چې ولسمشر ويکتور يانوکووېچ چېرې دی.
د ازادۍ ډګر
سره له دې چې په اوکراين کې د سياسي کړکېچ د هواري لپاره د ولسمشر ويکتور ينکووېچ او اپوزېسيون ترمنځ پر يوې موافقې هوکړه شوې، زرګونه مظاهره چيان د ازادۍ په ډګر کې دی.
د اوکراین د پلازمینې کیف د آزادۍ په ډګر کې زرګونه لاريون کوونکو شپه تېره کړه.
دغه مظاهره چيانو پر داسې مهال لا هم د ازادۍ په ډګر کې دي چې اپوزېسيون او حکومت پر يوې ګډې موافقې سره سلا شول.
د دوی په منځ کې اروپايي ټولنې، امريکا او روسيې منځګړتوب کاوه، چې خبرو يې څو ساعته وخت ونيوه.
له وخته وړاندې ټاکنې
د موافقې له مخې د ولسمشرۍ ټاکنې به له مخکني مهالوېش نه مخکې کېږي او د ملي يووالي حکومت به جوړېږي.
د موافقې له مخې حکومت به د ۲۰۰۴ کال اساسي قانون ته بېرته ورګرځي چې د ولسمشر واکونه په کې محدود دي.
خبریالان وايي لاریون کوونکي له احتیاط نه کار اخلي او زیاتره یې باور نه لري چې وروستۍ معامله به پلې شي.
لاریون کوونکو د اپوزېسيون پر مشرانو وروسته تر هغه ملنډې وهلې چې د تړون له لاسلیک وروسته د دریځ پر سر راڅرګند شول.
په کيف کې د بي بي سي خبریال وايي د لاریون کوونکو یوې ډلې خبرداری ورکړی که ولسمشر یانوکویچ د شنبې ورځې تر سهاره له خپلې دندې استعفا ونه کړي نو پر دولتي ودانیو به برید وکړي.








