پر اوکرایني چارواکو د اروپايي ټولنې بندیزونه

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت لا دمخه د اوکرايين د حکومت پر شلو غړو د ويزې بنديز لگولى، خو دچا نوم لا نه دى ښودل شوى.

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

د عکس تشریح، د امريکا د بهرنيو چارو وزارت لا دمخه د اوکرايين د حکومت پر شلو غړو د ويزې بنديز لگولى، خو دچا نوم لا نه دى ښودل شوى.

د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو وزيرانو د اوکراين پر هغو چارواکو د بنديزونو د لگېدو موافقه وکړه چې ددوى په وينا "په تاوتريخوالي او د خورا ډېر زور په کارولو پړه بلل کېږي."

وزيرانو په يوه ليکلې وينا کې ويلي چې د شتمنيو کنگلول او د ويزو بندول به بې له ځنډه پلي شي.

د پنجشنبې په تاوتريخوالي کې لږ تر لږه ٢١ تنه په پلازمېنه کييف کې ووژل شول. چارواکي وايي يو پوليس هم وژل شوى او نژدې ٧٠ نور يې اعتراضيانو يرغمل کړي دي.

د اروپايي ټولنې په وينا کې راغلي چې "هېڅ ډول حالات هغه ځپنې نشي توجيه کولى چې زموږ د سترگو په وړاندې پېښېږي". د اروپايي ټولنې د بهرنيو اړيکو مشرې کاترين آشټن وويل د دواړو لورو ترمنځ د خبرو د پيل مسووليت د ولسمشر ويکتور يانوکوويچ پر غاړه دى.

آغلې آشټن ټينگار وکړ چې د اوکرايين پر روانو حالاتو سترگې نشي پټېداى:

"د حالاتو خرابۍ ته په پام سره موږ پرېکړه وکړه چې د يوه بيړني اقدام په توگه دقيقو غوره شويو بنديزو ته اړتيا شته. موږ موافقه وکړه چې د کورنيو ځپنو له امله د تجهيزاتو د صدور اجازه ليکونه بند کړو.

موږ د اروپايي شورا له اړوندو ادارو څخه وغوښتل چې په دې اړه بې له ځنډه لازم چمتو والى پيل کړي. دغه چارې به په اوکرايين کې پېښو ته په پام سره پر مخ بيول کېږي."

ټاکل شوې وه د فرانسې، پولنډ او جرمني د بهرنيو چارو وزيران چې کييف ته ورغلي، له مخالفو مشرانو سره پر هغې هوکړې وغږېږي چې له حکومت سره يې د کولو وړانديز شوى دى.

دوى له ولسمشر يانوکوويچ سره پنځه ساعته غونډه درلوده او د دواړو لورو ترمنځ يې د جوړجاړي امکان ته گوته ونيوله.

اروپايي ټولنې تر دا اوسه پر اوکرايين د بنديزونو له لگېدو نه ډډه کوله او د خبرې او روغه جوړه يې غوره بلله.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، اروپايي ټولنې تر دا اوسه پر اوکرايين د بنديزونو له لگېدو نه ډډه کوله او د خبرې او روغه جوړه يې غوره بلله.

په کييف کې دغه کتنې پر داسې مهال روانې وې، چې د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو نور وزيران په برسلز کې د بنديزونو پر لگېدو د غور له پاره جرگه شوي وو.

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سېرگې لاوروف لوېديځ مشران په دوه گوني معيار تورن کړل:

"مخالفين يا نشي کولى او يا نه غواړي چې ځان له افراطيانو څخه بېل کړي. زموږ اروپايي او امريکايي شريکان ټوله پړه د اوکرايين پر چارواکو اچوي او د افراطيانو کړنې نه غندي، چې بايد غندلې يې واى. دا موږ ته اندېښنې راچوي، ځکه چې په ښکاره دوه گوني معيارونه دي."

اروپايي ټولنې تر دا اوسه پر اوکرايين د بنديزونو له لگېدو نه ډډه کوله او د خبرې او روغه جوړه يې غوره بلله.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت لا دمخه د اوکرايين د حکومت پر شلو غړو د ويزې بنديز لگولى، خو د چا نوم لا نه دى ښودل شوى.

د پلازمېنې کییف د ازادۍ څلورلاري کې ورځ لکه د شپې په څېر ښکاري

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، د پلازمېنې کییف د ازادۍ څلورلاري کې ورځ لکه د شپې په څېر ښکاري
مظاهره کوونکو په کییف کې د پولیسو د مخنیوي لپاره د لارې بندول پیل کړي

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، مظاهره کوونکو په کییف کې د پولیسو د مخنیوي لپاره د لارې بندول پیل کړي
د وژل شویو لاریون کوونکو د غمشریکۍ لپاره شمونه بل شوي

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، د وژل شویو لاریون کوونکو د غمشریکۍ لپاره شمونه بل شوي
په یوه تازه وېډیو کې د اړدوړ ضد پولیس په کییف کې پر مظاهره کوونکو د ډزو په حال کې لیدل کېږي

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، په یوه تازه وېډیو کې د اړدوړ ضد پولیس په کییف کې پر مظاهره کوونکو د ډزو په حال کې لیدل کېږي
لاریون کوونکو په کیف کې په تېره پنجشنبې د پولیسو له خوا بوتلل شول

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، لاریون کوونکو په کیف کې په تېره پنجشنبې د پولیسو له خوا بوتلل شول