اوکرايني مظاهره چيان لا هم واټونو کې دي

د عکس سرچینه،
د اوکراین د پلازمینې کیف د آزادۍ په ډګر کې زرګونه لاريون کوونکو شپه تېره کړه.
دغه مظاهره چيان پر داسې مهال لا هم د ازادۍ په ډګر کې دي چې اپوزېسيون او حکومت پر يوې ګډې موافقې سره سلا شول.
د دوی په منځ کې اروپايي ټولنې، امريکا او روسيې منځګړتوب کاوه، چې خبرو يې څو ساعته وخت ونيوه.
د موافقې له مخې د ولسمشرۍ ټاکنې به له مخکني مهالوېش نه مخکې کېږي او د ملي يووالي حکومت به جوړېږي.
د موافقې له مخې حکومت به د ۲۰۰۴ کال اساسي قانون ته بېرته ورګرځي چې د ولسمشر واکونه په کې محدود دي.
خبریالان وايي لاریون کوونکي له احتیاط نه کار اخلي او زیاتره یې باور نه لري چې وروستۍ معامله به پلې شي.
لاریون کوونکو د اپوزېسيون پر مشرانو وروسته تر هغه ملنډې وهلې چې د تړون له لاسلیک وروسته د دریځ پر سر راڅرګند شول.
په کيف کې د بي بي سي خبریال وايي د لاریون کوونکو یوې ډلې خبرداری ورکړی که ولسمشر یانوکویچ د شنبې ورځې تر سهاره له خپلې دندې استعفا ونه کړي نو پر دولتي ودانیو به برید وکړي.








