شمالي وزیرستان کې د پوځ بمبارۍ ۱۵ کسان وژلي

د عکس سرچینه،
د پاکستان پوځي سرچینو ویلي، چې د شمالي وزیرستان بمبارۍ کې یې ۱۵ اورپکي وژلي دي.
دوی وايي، دغه عملیات د تېرې چارشنبې او پنجشنبې پر شپو جیټ الوتکو پر میر علي ولسوالۍ کړي او د اورپکو مرکز په نښه شوی.
پوځ ادعا کوي، چې په دې بمبارۍ کې یې ولسي خلک هم وژل شوي، خو ترڅنګ یې د وسلو او باروتو ډېره اندازه له منځه وړل شوې ده.
تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
د وزیرستان له غرنۍ سیمې ورکړل شوي رپوټونه ژر نه تاییدېږي.
دا په میر علي کې د اورپکو پرضد د پاکستاني پوځ د دویمې میاشتې ډویم عملیات دي.
د تېرې جنورۍ پر شلمه هم پاکستاني پوځي د جیټ الوتکو په مټ عملیات وکړل، چې په وینا یې د درو جرمنیانو په ګډون یې ۴۰ اورپکي ووژل.
دا عملیات داسې مهال شوي، چې د ایف سي ۲۳ کار کوونکي لاهم د طالبانو په منګولو کې دي.
همداشان، له طالبانو سره د پاکستاني حکومت د سولې خبرې هم ځنډول شوې دي.
د سولې دواړو غاړو مرکچیانو د بریدونو او اوربند درېدو شرط د سولې خبرو لپاره ټاکلی دی.








