مرکچيانو وزيرستان کې طالب مشرانو سره وکتل

د عکس سرچینه، AP
د پاکستاني طالبانو له لوري له حکومت سره د سولې خبرو اترو لپاره د ټاکل شوي پلاوي يو غړى، له طالبانو سره د مخامخو سلا مشورو په موخه شمالي وزيرستان ته رسېدلى دى.
د جماعت اسلامي د پښتونخوا څانکې مشر پروفيسور ابراهيم د دغه پلاوي لومړنى غړى دى چې رسما" له طالب مشرانو سره گوري.
په دغه سفر کې د جمعيت علماى اسلام (س) د مشر سميع الحق استازيتوب، د دغه گوند يو لوړ پوړى چارواکى مولانا يوسف شاه کوي، چې په خپله د طالبانو له لوري د ټاکل شوي پلاوي غړى نه دى.
بي بي سي ته د طالبانو سرچينې ويلي چې د دوى د شورا د استازو، او وزيرستان ته د تللي پلاوي ترمنځ خبرې اترې پيل شوي دي.
مولانا سميع الحق ته نژدې سرچينې وايي نوموړي وزيرستان ته تللي پلاوي ته سپارښتنه کړې چې له طالبانو سره هراړخيزې خبرې وکړي.
وزيرستان ته د دغه پلاوي د ورتگ لپاره د پاکستان د کورنيو چارو وزارت يوه چورلکه برابره کړې ده.
پاکستاني طالبانو او حکومت له لوري د ټاکل شويو پلاويو ترمنځ د سولې لومړنۍ مخامخې خبرې اترې دوه ورځې وړاندې په اسلام اباد کې وشوې.
پاکستاني رسنیو ویلي، چې دغه لومړنۍ رسمي خبرې د سولې د خبرو لپاره یوه "ښه پیلامه" ده.

د عکس سرچینه، PID
د "تحریک طالبان پاکستان" اورپکو له ۲۰۰۷م کال راهیسې د هېواد د ننه اورپکي پیل کړې ده
د سولې د خبرو لومړی اعلان د پاکستاني لومړي وزیر نواز شریف له خوا وشو، چې بيا دواړو غاړو، حکومت او طالبانو د سولې خبرو اترو لپاره پلاوي وټاکل.
په تېره جنورۍ میاشت کې د پاکستان په بېلابېلو برخو کې د طالبانو بریدونو، د پوځيانو په ګډون تر ۱۰۰ ډېر کسان وژلي دي.
خو په ۲۰۰۷ م کال کې، د تحریک طالبان پاکستان له فعالیت او جګړو له پیلېدو راهیسې پاکستان کې زرګونه کسان وژل شوي دي.








