''پاکستاني طالبان د شريعت نافذېدو لپاره جنګېږي''

د عکس سرچینه، AP
د پاکستاني طالبانو وياند شاهد الله شاهد ويلي که طالبانو ته له شرعي قانون پرته بل قانون د منلو وای، نو جګړه به يې نه کوله.
له بي بي سي سره په خبرو کې ښاغلي شاهد وویل چې له حکومت سره د خبرو اترو اصلي هدف د شريعت د نافذېدو په اړه دی.
دی وايي: ''موږ چې کومه جګړه کوو هغه د شريعت لپاره کوو. اوس چې کومې خبرې کېږي هغه هم د شريعت لپاره کېږي''.
د دې پوښتنې په ځواب کې چې په هېواد کې وار دمخه له نافذ قانون نه انکار به څنګه د سولې خبرې مخکې ولاړې شي ښاغلی شاهد يې داسې ځوابوي.
دی وايي: ''دا ډېرې اسانه خبرې دي. لومړی دا چې له هغوی سره چې خبرې کېږي ټول ادعا لري چې موږ مسلمانان يو. پاکستان د اسلام په نوم جوړ شوی نو دا د هېڅ مسلمان لپاره ستونزمنه، نه ده. که موږ له امريکا وغواړو چې شريعت نافذ کړي نو دا د هغوی لپاره ګرانه ده، دا خلک خو ځان ته مسلمانان وايي''.
شاهد الله شاهد وايي د حکومت له لوري پر ورکړای شويو وړانديزونو فکر کوي او اوس په دې اړه غبرګون ښوول نه غواړي.
د ده په خبره د دوو مخالفو ډلو ترمنځ په مذاکراتو کې بېلابېلې غوښتنې وي، خو په وينا يې ''موږ ډاډه يو چې د شريعت د نافذېدو په برخه کې به دغه خبرې اترې بريالۍ وي''.
ده هيله څرګنده کړه چې د طالبانو استازې کمېټې سره به يې ليده کاته په راتلونکو څلورو پنځو ورځو کې وشي.
په خبرو اترو کې له ګډون د مولانا عبدالعزيز له وتلو وروسته شاهد الله شاهد د استازې کمېټې په اړه وويل چې هغه اوس هم د دوی استازی دی او ستونزه به يې هواره شي.
ده دا هم وویل څه چې مولانا عبدالعزيز وايي 'ناسم' نه دي.
د پاکستان حکومت هم له وسله والو طالبانو سره د خبرو لپاره پنځه کسيزه کمېټه ټاکلې ده.








