امریکا وایي پر پاکستان ډرون بريدونه کموي

د عکس سرچینه، Getty
د امریکایی چارواکو په وینا له پاکستانه تر غوښتنې وروسته به پر دغه هېواد هوایي بریدونه بیخي راکم کړي.
دا غوښتنه د پاکستان حکومت ځکه له امریکا کړې چې له پاکستاني طالبانو سره د سولې خبرې اترې پیلوي.
د واشنګټن پوست د ورځپاڼې په لیکنه، یوه امریکايي چارواکي وويل د بارک اوبامه ادارې څرګنده کړې چې یوازې به د القاعدې په جګ پوړو چارواکو بریدونه کوي .
نوموړي زیاته کړه د بې پیلوټه الوتکو بریدونه به هغه مهال هم کېږي که امریکایی وګړو ته خطر وي.
امریکا له ډسمبر راهیسې په پاکستان بریدونه نه دي کړي او دا د سي.آی.اې له لوري د بې پيلوټه الوتکو په بریدونو کې لوی ځنډ دی.
د امریکا په باور دا ځنډ په پاکستان کې سیاسي حساسیتونو ته په پام سره رامنځ ته شوی دی.
تر دې وړاندې هم په ۲۰۱۱کال کې د امریکا په بې پيلوټه الوتکو کې دوه نیمې میاشتې ځنډ راغی. هغه مهال د افغانستان پولې ته نېږدې امریکایي بې پيلوټه الوتکې په تېروتنه ۲۴ پاکستاني سرتېري ووژل.
اوسنی ځنډ د نوومبر تر بریده وروسته راځي چې د پاکستاني طالبانو مشر حکیم الله مسود په ډرون بريد کې ووژل شو.
دا برید یوازې تر هغه څو شپې وروسته وشو چې د سولې خبرې اترې پیلېدې.
د پاکستان صدراعظم نواز شریف امریکا تورنه کړه چې د سولې خبرې اترې نا کاموي او طالبانو هم له خبرو اترو سره پرېکون وکړ.
تر هغه وروسته د اوباما ادارې له ښاغلي شریف سره د اړیکو د ښه کولو هڅې وکړې. د واشنګټن ادارې په هېواد کې د جدي ستونزو د هواري او په سیمه کې د هغه له سوله ییزو هڅو ملاتړ وکړ.
د واشنګټن پوست په لیکنه د اوباما ادارې یوه لوړ پوړي چارواکي دا ادعا رد کړه چې ګواکې له پاکستان سره غیر رسمي کتنې شوې دي.
نوموړي زیاته کړه له طالبانو سره د خبرو اترو مسله د پاکستان د حکومت خپله پرېکړه ده. د دغه چارواکي په وینا واشګنټن له ترهګرو سره جګړې ته دوام ورکوي.
هغه ګواښونه چې له افغان جګړې رامخې ته کېږي، که هغه د افغانستان د ننه دي او که بهر موږ به ور سره جنګېږو او له منځه به یې وړو.








