شمالي وزيرستان کې ډرون درې کسه وژلې دي

د پاکستان د امنيتي ځواکونو په وينا په شمالي وزیرستان کې د امريکا د بې پيلوټه الوتکې په يوه بريد کې لږترلږه درې کسه وژل شوي دي.
چارواکي وايي بې پيلوټه الوتکې/ ډرون له افغانستان سره پر پوله په قبايلي سيمو کې د تندلارو يو مرکز په نښه کړی دی.
تېره شپه دغه بريد د شمالي وزيرستان د قطب خيل په سيمه کې شوی، او وژل شوي مشکوک تندلاري بلل شوې دي.
يوه لوړپوړي پاکستاني امنيتي چارواکي د فرانس پرس خبري اژانس ته ويلي، چې د تندلارو پر دغه مرکز ډرون دوه توغندي توغولي.
پاکستان د ډرون بريدونو پر وړاندې اعتراضونه کوي، دغه بريدونه غندي او د خپل هېواد د ځمکنۍ بشپړتيا نه يې سرغړونه بولي.
خو امريکا وايي چې د القاعده او طالبانو پر خلاف ډرون کارنده وسله ده.
د پاکستان په قبايلي او نيمه قبايلي سيمو کې د امريکا د ډرون بريدونو لړۍ له تېرو څو کلونو راهيسې روانه ده.
خو تېره مياشت په لومړي ځل امريکايي بې پيلوټه الوتکه غير قبایلي سيمه هنګو ولسوالۍ هم په نښه کړه.
د خیبر پښتونخوا د هنګو ولسوالۍ په ټل سيمه کې پر يوې مدرسې د ډرون په بريد کې لږترلږه پنځه کسه ووژل شول.
له دغه بريده وروسته په خيبر پښتونخوا کې واکمن ګوند تحريک انصاف افغانستان ته د ناټو ځواکونو د اکمالاتو لار وتړله او اعتراضونه کوي.
موده وړاندې امريکايي چارواکو د پاکستان له حکومت نه وغوښتل چې دغه لار بېرته پرانېزي، خو حکومت نه دی توانېدلی چې دغه لار د ناټو د اکمالاتو پرمخ خلاصه کړي.








