پښتونخوا کې بې پيلوټه پر مدرسې بريد کړی دی

د پاکستان په خيبر پښتونخوا کې پر يوې مدرسې د امريکا د څارګرې الوتکې په يوه بريد کې پنځه کسه وژل شوي دي.
دغه بريد د هنګو ولسوالۍ د ټل په سيمه کې شوی دی.
دا لومړی ځل دی چې د پاکستان له قبايلي او نيمه قبايلي سيمو بهر د بې پيلوټه الوتکې بريد کېږي.
ځايي چارواکو او پوليسو بي بي سي ته ويلي چې سهار وختي څلور بجې ډرون دوه توغندي د مفتاح القران پر مدرسه وتوغول.
په مدرسه کې درې زده کوونکي او دوه استادان وژل شوي او يو بل کس ټپي شوی دی.
د خیبر پښتونخوا ویاند د وژل شويو پنځو کسانو تاييد کړی، ويلي يې دي چې په مدرسه کې طالبانو ته د اوسېدو ځای نه ورکول کېده او د بريد پر مهال ډېر لږ کسان دغلته وو.
د سرچينو د معلوماتو له مخې په نښه شوې مدرسې د حقاني شبکې سره تړاو درلود او د دغې مدرسې ترڅنګ د نجونو کالج هم دی.
د مالوماتو له مخې طالبانو دغه مدرسه کلابنده کړې ده.
د ټل سيمې پولې له دريو قبايلي سيمو، شمالي وزيرستان، اورکزی ايجنسي او کرمې ايجنسۍ سره نښتې دي.
د چارشنبې په ورځ د پاکستان د لومړي وزير نواز شريف د ملي امنيت سلاکار سرتاج عزيز وويل، امريکا ډاډ ورکړی چې له طالبانو سره د خبرو پر مهال به ډرون بريدونه نه کوي.
ښاغلی عزيز وايي د ډرون بريد وروسته له هغه له طالبانو سره خبرې ګډوډې کړې چې حکيم الله مسعود يې د دې مياشتې په لومړيو کې وواژه.








