مرکزي افریقا جمهوريت ملیشو ضد جګړه اعلان کړه

د عکس سرچینه،
د مرکزي افریقا جمهوريت ولسمشرې کاترین سامبا پانزا وویل نوموړې به له مسیحي ملیشو سره چې مسلمانان وژني، جګړې ته ور ودانګي.
هغې وویل، د انتي بالاکا ملیشو خپله لاره ورکه کړې او په داسې خونخوارو اوښتي دي چې وژني کوي او زور کاروي.
ملیشې وایي د تېر کال په پېښو کې د مسلمانانو د ظلمونو کسات اخلي.
لس ګونه زره مسلمانان کامرون او چاد ته تښتېدلي او لا زیات شمېر یې په مرکزي افریقا کې په پنډ غالو کې ژوند کوي.
د بښنې نړیوال سازمان( امنیستي انټرنشنل) په دغه هېواد کې روان حالت قومي پاکونه (وژنه) بللې ده.
خو مېرمن سامبا پانزا دا ادعاوې رد کړې وې او اوسنی حالت یې امنیتي ستونزې بللې دي.
هغې وویل "دوی فکر کوي چې زه ښځه یم، زه کمزورې یم خو انتي بالاکا چې نور وژني، اوس به په خپله ښکارېږي."
ډېر مسلمانان چې له هېواده تښتېدلي دي، سوداګر وو او د خوړو په کارو بار کې ښکېل وو.
د دوی په نشتوالي کې د خوړو د وېش بحران را منځ ته شو او هېواد له بشري ناورين سره مخ دی.
عیني شاهدان وایي چې د هټیو تشې المارۍ یې لېدلې دي.
د ملګرو ملتونو د خوړو پروګرام له کامرونه، مرکزي افریقا جمهوریت ته د هوا له لارې د خوړو رسولو لومړنۍ الوتنې نن(چارشنبه، د فبروري ۱۲مه) پیل کړې.
په راتلونکو اوونیو کې به د خوړو ۱۸۰۰ ټنه د مرکزي افریقا جمهوریت ته ولېږدي، خو د ملګرو ملتونو د خوړو سازمان وایي د دې کچې لس برابره زیاتو خوړو ته اړتیا ده.
د مرکزي افریقا جمهوریت د سروزرو، الماسو او سپینو زرو کا نونه لري، خو په دې هېواد کې وروستیو جګړو او تاو تریخوالي هېواد له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ کړی دی.








