سودان کې ميليونونه کسان خوراکي توکو ته اړتيا لري

د عکس سرچینه، Reuters
ملګري ملتونه وايي، په جنوبي سودان کې د لرې شوي مرستيال ولسمشر رېيک مشار د ملاتړو او حکومتي ځواکونو ترمنځ د جګړو له امله، ۳،۷ میلیونه خلک خوراکي توکو ته جدي اړتیا لري.
په جنوبي سودان کې د ملګرو ملتونو د مرستو يوه همغږي کونکي بي بي سي ته وویل، په دغه هیواد کې د تیر ډسمبر میاشتې له جګړو راهیسې دغلته په بازارونو کې سیستم خورا خراب شوی او د ژوند عادې چارې هم ډیرې ټکنۍ شوې دي.
د ملګرو ملتونو دغه چارواکی وايي د جنوبي سودان د خلکو له دریو یوه برخه اوسیدونکي له سخت بشري کړکیچ سره مخامخ دي.
هغه ویلي، چې د دغه ناورین د حل لپاره ملګري ملتونه ۱،۳ درې میلیارده ډالرو بشري مرستو ته اړتیا لري.
په جنوبي سودان کې دغه کړکيچ هغه مهال رامنځته شو، چې ولسمشر سلوا کيير پر خپل پخواني مرستيال د کودتا کولو ادعا وکړه، خو مرستيال يې، رېيک مشار دغه ادعا رد کړه.
له ډسمبر مياشتې راپدېخوا د ښکېلو غاړو د پلويانو ترمنځ جګړو کې سلګونه کسان وژل شوي او زرګونه نور ټپيان دي.
د راپورونو له مخې د دغه جګړو له وېرې لسګونه زره کسان بې کوره شوي، چې يو شمېر د ملګرو ملتو په پنډغالو کې دېره شوي دي.
که څه هم اوس د ايتوپيا په پلازمېنه اديسه بابا کې د دواړو خواوو ترمنځ پر يوه اوربند سلا شوې، خو اوس هم دواړه خواوې يو بل پر اوربند ماتولو تورنوي.








