ج سودان ياغيانو حکومت په اوربند ماتولو تورن کړی

د شنبې په ورځ حکومت ياغیان د اوربند په ماتولو تورن کړي وو

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، د شنبې په ورځ حکومت ياغیان د اوربند په ماتولو تورن کړي وو

په جنوبي سودان کې یاغي ځواکونو پر حکومت د هغه اوربند ماتولو تور لګولی چې جمعې په ورځ ټینګ شوی و.

د ايتوپيا په پلازمېنه اديسه بابا کې شوي دغه اوربند د اوونیو جګړه پای ته ورسوله.

د جمعې په ورځ د ولسمشر سلوا کيير او د هغه د پخواني مرستيال رېيک مشار مرکچيان په اوربند سلا شول.

د یاغیانو یوه ویاند تورن جنرال لول روای بي بي سي ته وویل د دوی پر ځواکونو د ملاکال په جنوب کې برید شوی دی.

ښاغلی روای وايي د دوی ځواکونو یوازې د ځان په دفاع کې جګړه کړې ده.

ده وویل حکومت د دښمنۍ له کبله اوربند ته لېواله نه دی.

د شنبې په ورځ حکومت ياغیان د اوربند په ماتولو تورن کړي وو.

راپورونه وايي په جنوبي سودان کې د وروستيو ناکراريو له امله شاوخوا ۱۰۰۰ کسه وژل شوي او زرګونه نور ټپيان دي.

د جنوبي سودان په بور کې ښار کې د جګړې له وېرې زرګونه کسانو خپل کورونه پرېښي او د ملګرو ملتو په پنډغالو کې يې پناه اخیستې ده.

د بور ستراتيژيک ښار چې په تيلو بډای دی دوه ځله د حکومتي ځواکونو او ياغيانو ترمنځ لاس په لاس شو.