اوکراين د مظاهره چيانو د بښنې قانون ومانه

مظاهره چيان له تېرو دوو مياشتو راهيسې په پلازمېنه کیف کې مظاهرې کوي

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، مظاهره چيان له تېرو دوو مياشتو راهيسې په پلازمېنه کیف کې مظاهرې کوي

د اوکراين ولسي جرګې د بښنې هغه قانون تصويب کړ، چې تر مخې يې د اپوزيسيون هغه بنديان له زندان نه خوشې کېږي، چې د حکومتي ضد مظاهرو پر مهال نيول شوي دي.

تېره ټوله ورځ د اوکراين پارلمان په دې قانون بحث وکړ، خو د حکومت پلوه او اپوزيسيون پلوه استازو د لانجې له کبله يې د تصويب مخه ډب شوې وه.

د دې په بدل کې اپوزيسیون مکلف دی هغه ودانۍ چې د احتجاجونو پر مهال يې نيولي دي پرېږدي، خو يو شمېر مخالفو ډلو په ''مشروط ډول'' د زندانيانو خوشي کېدل رد کړل.

په ځانګړي ډول د ښي اړخ تندلارو ډلو پلويان له اوسني حکومت سره هر ډول پخلاينه رد کړه او له خپلو پلويانو يې غوښتي، هغه ځايونه يې چې نيولي دي، خوشې نه کړي.

دوی پر خپلو پلويانو غږ کړی، چې له پوليسو سره مقابلې ته چمتووالی ونيسي.

په تېرو دوو ورځو کې دا د ولسمشر ويکتور ینکويچ دويمه هڅه ده چې د تېرو دوو مياشتو ناکراريو د پای ته رسولو په تړاو يې کوي.

د سې شنبې په ورځ د اوکراين لومړي وزير میکولا ازاروف له خپلې دندې استعفا وکړه او وروسته ولسمشر ينکويچ د مظاهرو د محدودولو په تړاو قوانين لغوه اعلان کړل.

له تېرو څو اوونيو راهيسې مظاهره چيانو د يو شمېر حکومتي ودانيو د نيولو په څنګ کې چې خلک په کې کار کولو ته نه پرېږدي، د پلازمېنې کيف په يو شمېر برخو کې راټول شوي دي.

دوی دغلته له پوليسو سره د مقابلې او د هغوی د مخنيوي لپاره موانع او سنګرونه جوړ کړي دي.

د اوکراين حکومت ټينګار کړی چې د مظاهره چيانو د خپرولو لپاره به په هېڅ ډول زور ونه کاروي، خو تر اوسه په دغو مظاهرو کې درې کسه وژل شوي دي.

د مظاهرو ګډونوال په ۱۹۹۱ کې د هېواد له ازادۍ وروسته په تر ټولو سترو مظاهرو کې د ولسمشر ویکتور ينکويچ د استعفا غوښتنه کوي.

دوی په دې اند دي، چې د دغه هېواد په سياست، په ځانګړي ډول په بهرنيو اړيکو کې بنسټيزو بدلونونو ته اړتيا ده.