اپوزېسيون د ولسمشر ينوکويچ وړانديزونه رد کړي

د عکس سرچینه، AFP
د اوکراین ولسمشر ویکتور ینوکوېچ د دغه هېواد مخالفینو ته د لوړو دولتي څوکیو وړاندیز کړی دی.
ولسمشر ينوکويچ دغه وړانديز په هېواد کې د روان کړکيچ د پای ته رسېدو د مخنیوي په موخه کړی دی.
ده ښاغلي ياستينيوک ته صدراعظمي او پخواني سوک وهوونکي ويتالي کليتچکو ته د هغه د مرستيال پيشنهاد کړی دی.
ارسيني ياستينيوک چې د شنبې ناوخته يې په کيیف کې يوې پراخې مظاهرې ته وينا کوله خپلې غوښتنې بيا تکرار کړې.
ده وويل: ''ويکتور ينوکويچ اعلان کړه چې حکومت د هېواد مسووليتونو ته غاړه نه ږدي او اپوزيسيون ته يې د حکومت چلولو وړانديز کړی دی''.
خو لږ وروسته ښاغلي ينوکويچ په خپله ټويټر پاڼه کې وليکل: ''هېڅ معامله نه ده شو. هغه څه مو چې پيل کړي و پای ته رسېدلي دي. خلک دې زموږ د مشرانو په اړه پريکړه وکړي، نه تاسو''.
د اوکراین د اپوزيسيون مشر ویلي، دی او نور مخالف مشران تیاری نیسي چې د حکومت چارې په لاس کې واخلي.
خو ده ويلي دا تصمیم باید د اوکراینیانو له خوا ونیول شي، نه د ولسمشر ینوکویچ له لوري.
په پلازمینې کیيف کې د لاریون کوونکو او پولیسو تر منځ نښتې لا هم روانې دي.
لاریون کوونکو په کیيف هغه ودانۍ محاصره کړي چې د بلوا ضد پولیس په کې میشت دي.








