پر سوري حکومت د زرګونو زندانیانو وژلو تورونه لګېدلي

د عکس سرچینه، Reuters
د جنګي جرمونو دریو پخوانیو څارنوالانو په تازه رپوټ کې ویل شوي، چې داسې څرګند ثبوتونه شته، چې سوریې کې د بشارالاسد حکومت ضد پاڅونونو له پیله راهیسې دغه هېواد کې پر زندانیانو منظم تشدد شوی او له دوی نه ۱۱ زره وژل شوي دي.
د دغه رپوټ له چمتو کونکو نه یوه له بي بي سي سره خبرو کې وویل، دې کې د سوري حکومت د ونډې درلودو ثبوتونه شته. خو دمشق دغه تورونه ردوي.
څېړونکو د زرګونو وژل شویو زندانیانو عکسونه لیدلي او د هغو ارزونه یې کړې.
دغه عکسونه د یوه یاغي کس په لاس له سوريې بهر ته لېږدول کېدل. دغه رپوټ داسې مهال مخې ته راځي، چې جینیوا کې دوې ورځې وروسته د سوريې په اړه د سولې خبرې پیلېږي.
دغه خبرې سوريې کې د درې کلنې جګړې پای ته رسولو لړ کې تر ټولو لویې ديپلوماتیکې هڅې بللې کېږي.
د سوريې جګړه کې تر اوسه نژدې ۱۰۰ زره کسان وژل شوي دي. یاد رپوټ د قطر په ایما جوړ شوی، چې د یاغیانو ملاتړ کوي. رپوټ د هغه یاغي سرتېري د شواهدو پر بنسټ جوړ شوی، چې ادعا کېږي، د ۱۱زره زندانیانو ۵۵ زره عکسونه یې افشا کړي وو.
د څېړونکو په وینا ډېرې زندانیان د لوږې له کبله وژل شوي دي.
دې کې ۲۰۱۱ کې د پاڅونونو له پیله نیولې بیا د ۲۰۱۳ کال تر جولای پورې اخیستل شوي عکسونه شامل دي.
د څېړونکو په وینا عسکونو کې د ډېرې مړو جسدونه لیدل کېږي، چې وچ شوي دي، د یو شمېر هغو پر جسدونو د تشدد نښې لیدلې کېږي او یو شمېر نور زندۍ شوي دي.
د رپوټ چمتو کونکو ډلې یوه غړي، سرجیفري نایس بي بي سي ته وویل:
' هغسې چې پرله پسې وژنې شوې جوتوي، چې حکومت په کې لاس درلود او پر ضد یې د جرم محاکمه پیلېدای شي.'
فورنسک څېړونکي سټېورټ هیملټن هم دغه شواهد ارزولي او بي بي سي ته یې ویلي، چې د ده له لیدلو عکسونو جوتیږي، چې ' ډېری دغه کسان په څرګند ډول د لوږې له لاسه وژل شوي.'
د نوموړي په وینا' ډېری کسان تړل شوي دي، ځیني وهل ډبول شوي او یو شمېر نور بیا زندۍ شوي دي.'
بېروت کې د بي بي سي خبریال جیمز میور وايي' که باور وشي، نو په ډېر ترتیب سره د جسدونو سندونه چمتو شوي او هر جسد ته یوه شمېره ورکړله شوې'
سوري حکومت د دغه رپوټ په اړه څه نه دي ویلي، خو تل یې پر بشري حقونو د تېري کولو تورونه رد کړي دي.








