فاریاب کې واورو لارې تړلې، خوراکي توکي کمیاب دي

د فاریاب ولایت، کوهستان ولسوالۍ لاره د درنو واورو له کبله تړل شوې ده، چې له کبله یې سیمیز وګړي د خوراکي توکیو له نشتوالي او کموالي سره مخامخ شوي دي.
د یادې شوې ولسوالۍ استازي وايي چې د یادې شوې ولسوالۍ په يو شمېر سیمو کې د خوراکي توکیو او په ځانګړي ډول د غنمو بیې دوه برابره لوړې شوي او موندل یې هم ګران دي. بله غاړه سیمه ییز چارواکي وايي له مرستندویه بنسټونو یې غوښتي چې د کوهستان ولسوالۍ وګړو ته د مرستې لاس وغځوي.
مصطفی سالک له کابله خپل راپور کې کاږي، لکه چې له نومه یې څرکنده ده د فاریاب کوهستان ولسوالي غرنۍ سیمه ده او ستونزمنې لارې لري، چې د ژمې پر مهال د واورې اورېدو له کبله تړل کېږي او پرې تلل یو لوی سرخوږی وي. دفاریاب ولایت د ولایتي شورا غړی محمد صادق وايي چې اوس دغه لارې تړل شوې چې له کبله یې د خوراکي توکیو بیې له اسمان سره خبرې کوي.
' کوهستان ولسوالي ستونزمنې لارې لري، د ترکستان تیربند شاته پرته ده، له لیندۍ مياشتې څخه د غويي تر شلمې يې لارې د خلکو پر مخ تړلې وي، خلک په ډېرو ستونزو سره په اسونو او خرونو توکي لېږدوي، بله ستونزه داده چې سږکال په دغه سیمه کې وچکالي وه، د خوراکي توکیوبیې پورته تللي، اوسمهال د یو من غنمو بیه ۳۰۰افغانیو ته رسيدلې ده'
د فاریاب والي محمد الله بتاش بي بي سي ویلي چې د ستونزمنو لارو له کبله يې تر ژمي مخکې کوهستان ته مرستې استولي دي او په وینايې له مرستندویه بنسټونو یې هم مرسته غوښتې چې یو شمېرو یې دغې ولسوالۍ ته اړین توکي استولي دی.
خو د کوهستان د سیمه ییزې شورا مشر غلام جیلاني کوهستانی وايي چې ښاغلي بتاش دغې ولسوالۍ ته پاو غله هم نه ده لېږلې.
' سږ کال د پېښو او بېړنیو مرستو په برخه کې والي صاحب يو پاو هم نه دی استولی، یوازې اکټیډ دفتر هلته پر ۱۰۰ یا ۲۰۰ کروندګرو تخمونه ویشلي دي، نور ډاډ درکوم چې په ګودامونو کې هېڅ نشته او کومې سیمې چې وچکالۍ ځپلي، وګړي یې د پېسو په بدل کې هم خوراکي توکي نه شي ترلاسه کولای'
د فاریاب، کوهستان ولسوالۍ استازي له حکومته غواړي چې په سملاسي توګه ورسره مرسته وکړي او که نه په وینا یې خلک به له سختې قحطۍ سره مخامخ شي.








