'بنو برید د مولانا ولي رحمان وژنې غچ اخیستنه وه'

د عکس سرچینه، AP
د پاکستاني وسله والو طالبانو ویاند ویلي، د خیبر پښتونخوا ایالت په بنو کې پر پاکستاني پوځيانو برید د مولانا ولي رحمان د وژنې غچ اخیستنه وه.
لیک کې طالب ویاند ویلي، مولانا ولي رحمان د پاکستاني طالبانو د تحریک پخواني مشر بیت الله مسید له نژدې ملګرو څخه و.
رسنیو ته يه یوه استول شوي لیک کې مرکزي ویاند شاهدالله شاهد ویلي' موږ داسې باور لرو، چې حکومت د خبرو لپاره جدي، خپلواک او مخلص نه دی، که نه د خبرو د وړاندیز په عین مهال به یې زموږ د لومړي کتار مشران نه وژل.'
لیک کې طالبانو یو ځل بیا ویلي، چې دریځ یې په بشپړ ډول څرګند دی:
' که حکومت خپل اخلاص او خپلواکي ثابت کړي، موږ نن هم له ټولو زیانونو سره خبرو ته چمتو یو.'
د یکشنبې په ورځ بنو کې د پاکستاني پوځ یوه مرکز ته څېرمه بمي چاودنې کې ۲۰ پوځيان ووژل شول او له ۲۰ ډېر ټپیان شول.
له دې مخکې د پاکستان د کورنیو چارو فدرالي وزیر چوهدري نثارعلي خان ویلي و، له هغو سره به جګړه کېږي، چې له خبرو انکار کوي او د مذاکراتو وړاندیز نه منونکي به تعقیب شي.
خو دې سره نوموړي دا هم وویل، چې هېواد کې د امنیت ټینګښت لپاره یې له طالبانو سره خبرې د حکومت لومړیتوب دی.
د نثارعلي خان په خبره د سیاسي ګوندونو له غونډې وروسته له طالبانو سره د خبرو پرېکړه شوې وه، چې پکې د سیاسي ګوندونو د مشرتابه مشوره شامله وه.








