کلاشينکوف او د قربانيانو په تړاو يې خواشيني

په روسيه کې دا په ډاگه شوې چې د نړۍ تر ټولو مشهورې يرغليزې وسلې جوړوونکي مېخاييل کلاشينکوف چې تېره مياشت ومړ، يونيم کال د مخه د روسيې لوى پادري ته په يوۀ لېږلي ليک کې له دې امله خواشيني څرگنده کړې وه چې د دۀ په لاس جوړې شوې وسلې دومره ډېر کسان وژلي دي.
مېخاييل کلاشينکوف لوى پادري ته ليکلي:
"دا پوښتنه مې ارواح ځوروي چې زما په لاس جوړې شوې وسلې که خلک وژلي نو آيا دا په دې مانا ده چې د دغو وژنو ملامتيا ما ته را تر غاړې ده، په داسې حال کې چې زه يو ارتدکس عيسوى يم؟"
ښاغلى کلاشينکوف خپل ليک داسې پسې غځوي:
"څومره چې مې ژوند پسې اوږدېږي، دا پوښتنه مې ماغزو ته هومره ژوره ور ننوزي او لا مې ډېر حيرانوي چې ولې خداى انسان پرېښى چې د رخې، سراښتوب او تاوتريخوالي شيطاني غوښتنې ولري."
د ښاغلي کلاشينکوف ليک د "ازيوېستيا" ورځپاڼې خپور کړى.

په ورځپاڼه کې د لوى پادري د يوۀ وياند په وينا راغلي هغه وسلې چې د هېواد دفاع لپاره وي، د روسيې ارتدکسه کليسايې د جوړوونکو او هغو سرتيرو ملاتړې ده چې کاروي يې.
اټکل دى چې د نړۍ په کچه د کلشينکوف څه د پاسه ١٠٠ ميليون وسلې پلورل شوي وي.
مېخاييل کلاشينکوف ته د روسيې د اتل لقب ورکړل شوى.
نوموړى تېره مياشت د ٩٤ کلونو په عمر ومړ او په بشپړو دولتي مراسمو خاورو ته وسپارل شو.








