د بنګله دېش ټاکنې او عمومي اعتصاب

په داسې حال کې چې د بنګله دېش ټاکنو ته یوه ورځ پاتې ده، د شپې مهال په دغه هېواد کې د رای اچونې شاخوا ۱۰۰ مرکزونه سوځول شوي.
د ټاکنو مخالفو کسانو دغه ټاکنې "بې ګټې" بللې او له ټاکنو سره یې د پرېکون اعلان کړی.
د حکومت مخالف ګوند، چې مشري یې خالده ضیاء کوي، د ټاکنو د تحریم اعلان کړی دی.
د بنګله دېش مخالف "ملي ګوند" دغه ټاکنې یو ډول" بې ګټې" ننداره بللې دي.
خالده ضیاء، د بنګله دېش واکمن عوامي لیګ ګوند تورن کړی، چې ګني دا یې په کور کښېنلو ته اړ کړې ده، خو چارواکي دا تور ردوي.
د بنګله دېش ملي ګوند او ملاتړي یې غواړي چې دغه ټاکنې دا بې پرې بنسټ له خوا وڅارل شي.
بنګله دېش کې تاوتریخوالی په ډېرېدو دی، چې یوازې د ټاکنو په لانجو او کمپاینونو پرمهال لږترلږه ۱۰۰ کسان وژل شوي.
ګڼ کسان د پولیسو په ډزو وژل شوي.
په ډاکه کې د بي بي سي یو خبریال وايي، ځینې مخالفین هیله من دي، چې ګني د یکشنبې په ورځ د رای اچونې لپاره به د خلکو د ورتګ مخه ونیوله شي.
ویل کېږي، چې د بنګله دېش د ملي ګوند دغه تازه ګام د اسلامپالي "جماعت اسلامي" ګوند له خوا رهبري کېږي.
دغه ګوند هڅه کوي، چې واټونه، د اورګاډي پټلۍ، د اوبو کانالونه، د خرڅلاو ځایونه، ښوونځي او حکومتي ادارې وتړلې شي.

په بنګله دېش کې د یوه جګپوړي اسلامپالي مشر د اعدامېدو له امله د جماعت اسلامي په بلنه عمومي مظاهرې وشوې.
عبدالقادر ملا لومړنی کس و چې د تېرې پنجشنبې په ورځ په ۱۹۷۱ کال کې له پاکستان نه د خپلواکۍ اخېستلو د جګړې پر مهال د وژنو او جنسي تېریو په ګډون تر سره شویو بشریت ضد جرمونو په تړاو په دار وځړول شو.
د دغې محاکمې له اعلان راهیسې په خونړیو نښتو کې لږ تر لږه ۹ کسان وژل شوي او تر سلو ډېر ټپیان شوي دي.
د دغو ګډوډیو په ترڅ کې حکومتي ودانۍ او د پولیسو مرکزونه په اوربمونو په نښه شوي دي.








