م. م: د جنوبي سودان له وګړو سره وحشیانه عمل شوی

سوېلي سودان
د عکس تشریح، له نژدې تېرو دوو اوونیو راهیسې، د سوېلي سودان کړکېچ کې لږترلږه زر کسان وژل شوي.

ملګري ملتونه وايي، داسې شواهد یې موندلي، چې سوېلي سودان کې د روان کړکېچ په لړ کې له ولسي وګړو سره وحشیانه عمل شوی.

له تېرو نژدې دوو اوونیو راهیسې سوېلي سودان کې جګړه او نښتې روانې دي.

نړیواله ټوله هیله ښيي، چې هلته د سولې خبرې کار ورکړي.

دواړو ښکېلو غاړو په ایتیوپیا کې د سولې پر خبرو او جوړجاړي هوکړه کړې ده.

دا مهال هم د حکومتي ځواکونو او د مرستیال ولسمشر رېیک مشار د ملاتړو ځواکونو ترمنځ په ستراتیژیک بورښار کې جګړه روانه ده.

د ولسمشر سلوا کېیر تر هغه اعلان وروسته سوېلي سودان کې لږترلږه زر کسان وژل شوي، چې ویلي یې وو د تېر دسمبر پر شپاړسمه یې د حکومت ضد کودتا هڅه شنډه کړې ده.

د افریقايي هېوادونو مشرانوویلي وو، که چېرې د سولې خبرې ناکامې شي، شاید د مشار پرضد مداخلې ته اړ شي.

د یوګندا ولسمشر یوویري موسیویني د تېرې دوشنبې په ورځ ویلي وو، که چېرې اورپکي د سې شنبې ورځې ترپایه اوربند ونه کړي، باید پرضد یې پوځي ګام واخیستل شي.

"د اړدوړ اور بلول"

د ایتیوپیا حکومت ادیسه بابا کې د سوېلي سودان د کړکېچ په اړه ویلي وو، که چېرې هلته اوربند او جوړجاړی ونه شي، شاید د اړدوړ بل شوی اور نورو سیمو ته هم وغځېږي.

سودان
د عکس تشریح، اوس د سوېلي سودان ښکېلو غاړو د جوړجاړي خبرو ته غاړه اېښې ده.

په اعلامیه کې راغلي، چې "تمه ده چې دواړې ښکېلې غاړې د پوځي عملیاتو د پای ته رسېدو په باب یوې پرېکړې ته ورسېږي او د اوسني سیاسي کړکېچ لپاره د هواري یوه لاره او سوله ییز حل غوره کړي".

مشار وړاندې بي بي سي ته ویلي وو، چې د جوړجاړي لپاره خبرو ته به خپل استازي واستوي.

که څه هم هغه د جوړجاړي خبرو کې د ګډون کولو موافقه کړې، خو دا یې هم ویلي، چې د جګړې درولو لپاره به خپلو ځواکونو ته د جګړې درولو امر ونه کړي.

مشار تر خبرو وړاندې د ۱۱ بندیانو د خوشي کېدو غوښتنه هم کړې وه.

دغه کسان د پوځي کودتا د دسیسې په تور نیول شوي وو، چې حکومتي وايي کودتا یې شنډه کړې ده.