یمن کې ۸ تنه د پوځ پر مرکز برید کې وژل شوي

یمني چارواکي وايي لږ تر لږه پنځه سرتېري او درې وسله وال د دغه هېواد په سوېل کې د پوځ پر یوه مرکز په برید کې وژل شوې دي.
چارواکي وايي وسله والو سره د ټانک ضد وسلې هم وې.
له برید وروسته څلور سرتېري تري تم شوې هم دي.
چارواکي د برید پړه پر هغې بېلتون غوښتونکې ډلې اچوي چې ځان جنوبي خوځښت یا "الحراك الجنوبي" بولي خو د هغوی مشران دا ادعا نه مني.
په دې وروستیو کې د یمن په جنوب کې د بېلا بېلو ډلو او دولت ترمنځ اړیکي نورې هم ترینګلې شوې دي.
یوه اوونۍ وړاندې ځینو جنوبي بېلتون غوښتونکو د دالیه په ولایت کې د والي پر کور حمله وکړه او غوښتل یې د پخواني سوېلي یمن بېرغ پورته کړي.
پخوانی سوېلي یمن په ۱۹۹۰ کال کې له شمال سره یو ځای شو.
له هغې وروسته بیا د جمعې په ورځ د توپ یوه مرمۍ د هغې فاتحې خوا ته نژدې ولګېده چې د جنوبي بېلتون غوښتونکو له لوري اخیستل کېده.
د مدني ټولنو فعالان او ډاکتران وايي د هغې مرمۍ له امله ۱۹ کسان ووژل شول چې شپږ یې ماشومان وو.
ځايي شاهدانو ويل هغه مرمۍ له ټانکه پر دوی وورېده او وايي پوځ یې تر شا و خو یوه ځايي چارواکي بیا د روېټرز خبري اژانس ته وويل چې هغه یوه تېروتنه وه.
له هغې پېښې وروسته ولسمشر عبد ربه منصور هادي د پلټنې امر وکړ.
ولسمشر منصور هادي چې خپله د جنوب دی په ۱۹۹۰ کال کې د یمن له یو ځای کېدو وروسته د دفاع وزیر او بیا لومړی مرستیال شو.
نومړي ته په ۲۰۱۱ کال کې ولسمشر علي عبدالله صالح له هغه وروسته واک وسپاره چې پر ضد یې مرګونې مظاهرې وشوې.








