جنجالي هنرمنده وينا ملک واده شوه

په بې پروا تمثيل مشهورې پاکستانۍ هنرمندې وینا ملک په دوبۍ کې له یوه پاکستاني سوداګر سره واده کړی دی.
د واده تاييد دې پخپله ټويټر پاڼه کې په يوه پيغام کې کړی دی.
وينا ملک له خپل مېړه سره د واده د (ګوتو بدلولو)تصویر پر ټويټر پرليکه کړی ويلي يې دي، چې ما د خپل ژوند ملګری پيدا کړ، چې زما ملګری او دوست دی.
د پاکستان له يوه خصوصي تلوېزيوني چينل سره د خبرو پر مهال وينا ملک وويل، د واده مراسم يې د ډسمبر په ۲۵مه په دوبۍ کې ترسره شول.
دا وايي د دې مېړه اسد بشير خان نومېږي چې په خبره يې يو کاروباري سړی دی او د دې د پلار د يوه ملګري زوی دی.
وينا ملک وايي واده د دواړو کورنيو په خوښه شوی دی.
دغه پاکستانۍ هنرمنده وايي دا اوس خپل ځان د نړۍ تر ټولو نېکمرغه نجلۍ بولي.
تر دې وړاندې د وينا ملک نوم د پاکستان د کريکټ له يوه لوبغاړي محمد آصف او د هند له يوه هنرمند حشمت پټېل سره يادېده، خو هغه مهال دې ويلي و د واده نيت نه لري.

وينا ملک په هندي فلمونو، تلويزيوني پروګرامونو کې د خپل بې پروا تمثيل او په يوه مجله کې د بربنډو عکسونو له امله په خبرونو کې يادېده.
هغه مهال چې په ۲۰۱۱ کال کې د وينا ملک بربنډ عکسونه په یوه هندي مجله کې چاپ شول، دې وويل دغه تصويرونه بیا جوړ شوي او دې نه دي اخيستي.
د دغو تصويرونو په يوه کې د وينا ملک پر مټ د آی اس آی انګلسي ټکي هک شوي و، چې دې په پاکستان کې د خلکو سخت غبرګون راوپاراوه.








