پاپ مېرمنو، کډوالو او جګړه ځپلو ته دعا وکړه

پاپ فرانسیس د کرېسمېس په دودیزې وینا کې د نړۍ د کړکیچنو سیمو په هکله وغږېد.
پاپ د نړیوالو پام د هغو مېرمنو ناوړه حالت ته هم را واړوه چې د تاوتریخوالي ښکار دي.
دغه راز هغه د هغو ناوړه شرایطو او خطرونو یادونه هم وکړه چې کډوال ورسره د ښه ژوند په لټه مخامخ کېږي.
د سېنټ پيټرز په ډګر کې راټولو شويو خلکو ته د وينا پرمهال پاپ فرانسيس له پراخو معنوي مسالو خپلې خبرې پيل کړي.
هغه وويل هيله لري ټول خلک د خداى د نژدېوالي احساس وکړي.
خو ډېر ژر يې د نړۍ په لر و بر کې د جګړې قربانيانو ته خپل پام واړاوه او زياته یې کړه چې جګړې د ډېرو خلکو ژوند ترې اخيستى دى.
پاپ لومړى پر سوريې خبرې وکړې.
هغه پر جګړه مارو اړخونو غږ وکړ چې د جګړې د لومړيو کرښو له لارې اړمنو ته د بشري مرستو رسولو چارې ته اجازه ورکړي.
پاپ فرانسيس له خدايه د اسراييلو او فلسطينيانو ترمنځ د سولې د خبرو د غوړېدا غوښتنې ترڅنګ د عراقي ټپيانو د رغېدا لپاره دعا وکړه.
پاپ دا رنګه په خپله وينا کې د مرکزي افريقا په جمهوريت کې هم د خلکو پر کړاونو و غږېد او جنوبي سوډان کې یې چې تاوتريخوالي د زرګونو خلکو ژوند ترې اخيستى د ارامۍ غوښتنه وکړه.
پاپ د مېرمنو پر ژوند چې د کورني تاوتريخوالي قربانيانې دي هم تم شو.
پاپ فرانسيس د هغو کسانو په اړه هم وغږېد چې د تاوتريخوالي او بې وزلۍ له کبله او د ښه ژوند د موندلو د هڅې په لړ کې د کډوالۍ لاره نيسي چې ډېر کله له سختو خطرونو سره هم مله وي.








