د جاپان دفاعي بودیجې پام وړ زیاتوالی

جاپان د راتلونکو پنځو کلونو لپاره پخپله دفاعي بودیجه کې د پام وړ زیاتوالی اعلان کړی، چې له مخې یې توکیو د چین پروړاندې د خپل پوځ پیاوړي کول غواړي.
جاپان د راتلونکو پنځو کلونو لپاره په خپله دفاعي بودیجې د پام وړ زیاتوالی اعلان کړی دی.
خبریالان وايي یو کال وړاندې چې لومړی وزیر شینزو ابې واک ته ورسېد دا یوه روښانه نښه وه چې توکیو غواړي د چین په وړاندې خپل پوځي ځواک پیاوړی کړي.
د جاپان حکومت وايي دوی به په راتلونکو پنځو کلونو کې د چټک خبرداري الوتکو، سمندري وسیلو او د پوځي توکو لېږدونکو الوتکو په اخیستلو تر ۲۳۰ میلیاردو ډالرو ډېرې پيسې ولګوي.
وروستی اعلان په داسې حال کې شوی چې د چین سمندر په ختیځ کې د چین او جاپان ترمنځ د ځينو ټاپوګانو پر سر لانجې ډېرې شوې، چې دواړه هېوادونه یې د ملکیت ادعاوې کوي.
په راتلونکو پنځو کلونو کې، جاپان د بې پیلوټه الوتکو په ګډون داسې پوځي تجهیزات رانیسي، چې د خپلو سمندري ځواکونو وړتیاوې لوړې کړي.
د پلان له مخې، جاپان د سمندري ځواکونو یو کنډک جوړوي، چې له چین سر د لانجمنو ټاپوګانو د بېرته نیولو وړتیاوې ولري.

د جاپان امنیتي پلان کې راغلي چې "چین د خپل پوځ د پیاوړتیا ګام وړاندې اخیستی، چې د جاپان لپاره د اندېښنې وړ خبره ده، او نړیواله ټولنه باید د چین دغه کړنې له نژدې وڅاري".
"شفاف"
جاپان په تېره جنورۍ میاشت کې پر خپلې دفاعي بودیجې د پام کولو اعلان وروسته تر هغه وکړ، د لسیزو لپاره یې دا بودیجه نه وه اعلان کړې.
د جاپان لومړي وزیر شینزو ابې چې یو کال مخکې واک ته ورسېد، د اساسي مسائلو د څارلو لپاره د ملي امنیت یوه شورا هم جوړه کړې ده.
دوی وايي، چې د دغې شورا څارنه به د جاپان امنیتي پالیسي لا شفافه کړي، چې په لړ کې به یې جاپانیانو او نړیوالو ته د شک ځای پاتې نه شي.








