د چين فضايي بيړۍ سپوږمۍ کې ښکته شوه

د چین حکومت اعلان کړی چې د دغه هېواد له خوا فضا ته لېږل شوې یوه فضایي بېړۍ په دې توانېدلې چې د سپوږمۍ پر مخ ناسته وکړي.
دا په تېرو څلوېښتو کلونو کې لومړی ځل دی چې یوه فضایي بېړۍ پر سپوږمۍ ناسته کوي.
د وروستیو رپوټونه له مخې یو کوچنی روباټ موټراوس له بېړۍ را وتلی او د سپوږمۍ پر مخ یې مزل پيل کړی.
دغه روباټ موټر به تر راتلونکو درېو میاشتو د سپوږمۍ پر مخ ګرځي.
د دې موټر وزن ۱۲۰ کیلو ګرامه دی او په یوه ساعت کې کابو دوه سوه متره مزل کولای شي.
د دغه موټر د نوم ټاکلو لپاره ټولپوښتنه ترسره شوه چې کابو درې نیم ملیونه خلکو پکې برخه واخیسته. په پای کې ورته د (سوى) نوم ورکړل شو.
سبب یې دا و چې د چین په کلاسیکو ادبیاتو کې یوه کېسه د یوې داسې سوى یادونه کوي چې پر سپوږمۍ ژوند کوي.
ټاکل شوې ده چې دغه بيړۍ د یوه کال لپاره د سپوږمۍ پر مخ پاتې شي.
دغې بېړۍ د چین له سویلي برخې څخه خپل مزل پیل کړی و او دولس ورځې وروسته سپوږمۍ ته ورسېده.
د چین دولتي تلویزیون د بېړۍ د ناستې صحنه په ژوندۍ بڼه خپروله.
چين کې خوشالي
په پلازمېنه بیجنګ کې د چین په فضايي مرکز کې ناستو ساینس پوهانو په دې بریالیتوب خوښي څرګنده کړه.
پخوا تر دې یوازې دوه هېوادونه، یعنی امریکا او پخوانی شوروي اتحاد په دې توانېدلې و چې د سپوږمۍ پر مخ خپلې فضایي بېړۍ کښېنوي.
خو اوس چین هم لېواله ښکاري چې د تکنالوژۍ په برخه کې خپل پرمختګ نړېوالو ته ښکاره کړي.
.
دویمه دا چې دغه بېړۍ به د سپوږمۍ پر مخ معدنیات او د انرژۍ زېرمې لټوي.
چینایان هیله څرګندوي چې یوه ورځ ښایي له دغو زېرمو څخه د ځمکې پر مخ ګټه پورته کړي.
له دې وروسته چین هوډ لري چې په ۲۰۱۷ کال کې یوه بله بېړۍ سپوږمۍ ته ولېـږي او د سپوږمۍ د خاورې نمونې بېرته ځمکې ته راوړي تر څو په ا ړه یې پلټنې وشي.
او په پاى کې په ۲۰۲۰ کال کې چینایان غواړي داسې بېړۍ سپوږمۍ ته ولېـږي چې انسانان هم پکې سپاره وي.








