د بخښنې سازمان: اروپايي ټولنه باید وشرمېږي

له واورې ورېدو او سختې سړې هوا له کبله د کډوالو ستونزې نورې هم ډېرې شوې.
د عکس تشریح، له واورې ورېدو او سختې سړې هوا له کبله د کډوالو ستونزې نورې هم ډېرې شوې.

د بخښنې نړیوال سازمان امنیسټي اروپايي مشران باید له دې کبله شرم وکړي، چې خورا لږ سوري کډوالو ته پناه ورکولو ته چمتو شوي دي.

دغه سازمان وايي یوازې ۱۰ اروپايي هېوادونه چمتو شوي، چې ایله ۱۲ زره سوري کډوال ومني. خو برتانیا او ایټالیا د سوري کډوالو منلو لپاره هېڅ وړاندیز نه دی کړی.

چارواکي وايي، د اروپايي اتحادیې مرستې تر ۱ اعشاریه ۳ میلیاردو ډالرو ته رسېدلې دي. اروپايي اتحادیه وايي، سوریه کې دننه له بې ځایه شویو کسانو سره مرستې ته لومړیتوب ورکوي، چې شمېر یې ۶۵ لکو کسانو ته رسېږي، دغه راز دوی غواړي له هېواده بهر مېشتو سوري کډوالو سره هم مرسته وکړي.

دیوه اټکل له مخې ویل کېږي، چې سوریه کې د ۲۰۱۱ کال مارچ کې د بشارالاسد حکومت ضد پاڅون له پیله تر اوسه پورې نژد۲۳ لکه سوري کډوال ګاونډیو هېوادونو ته تښتېدلي او نژدې ۶۵ لکه نور په هېواد کې دننه بې ځایه شوي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان مسوولین وايي، اروپايي اتحادیه نه ده توانېدلي، چې سوري کډوالو ته خوندي سرپنا چمتو کړي او یوازې ۵۵ زره کسان توانېدلي، چې د پناه لپاره غوښتنلیکونه وړاندې کړي.

دغه سازمان وايي، اروپايي اتحادیې یوازې ۱۲ زرو کسانو ته د پناه ورکولو وړاندیز کړی، چې له دې جملې نه د ۸۰ سلنه کډوالو منلو ژمنه جرمني وکړه.

د سازمان مسوولین وايي، فرانسې د ۵۰۰ کډوالو او اسپانیا د ۳۰ سوري کډوالو منلو ژمنه کړې.

بخښنې نړیوال سازمان د اروپايي اتحادیې د (بېرته لېږلو) پالیسي غندلې ده، چې هدف یې د ترکیې له لارې اروپا ته د سوري کډوالو د تلو مخنیوی دی.

د سوري کډوالو سختې ستونزې هغه مهال رابرسېره شوې، چې د ژمي له راتګ سره سم لومړی ځل له واورې اورېدو وروسته د لبنان په شمالي سیمو او بقاه دره کې د ۲۰۰ موقتو کمپونو اوسېدونکي کډوال له سخت موسمي حالت سره مخامخ شول.

رپوټونو کې ویل شوي، چې د لبنان دغه سیمه کې موسم خورا سخت دی، واورې او بارانونه اوري او د تودخې درجه له صفر نه ښکته ده.

نژدې ۸ لکه ۳۸ زره سوري کډوال لبنان ته تللي او هلته په موقتو کمپونو کې او یا د خپلو خپلوانو کورونو کې مېشت دی.

ختیځ لبنان کې د سخت موسم له کبله له سوري کډوالو سره د ملګرو ملتونو مرستې هم له خنډ او ځنډ سره مخامخ دي.