د انرژۍ کافیین لرونکى څښاک د زړه انقباض زياتوي

څېړونکي خبرداری ورکوي چې د انرژۍ کافیین لرونکى څښاک کولای شي د زړه په په ضربان کې بدلون راولي .
په جرمني کې د بوڼ پوهنتون یوې ډلې د اوولسو (۱۷) تنو د زړه ضربې ( د زړه دربا) د انرژۍ د شربت له څښلو څخه يوه ګړۍ وروسته وکتې.
د بوڼ پوهنتون دغې ډلې، د شمالي امریکا د راډیولوجۍ ټولنې کلنۍ غوڼدې ته وویل چې ماشومان او د ځينو روغتیایي ستونزو درلودونکي باید له دغه راز انرژۍ لرونکو څښاکونو څخه ډډه وکړي .
څېړونکي ډاکټر یونَس دورنر وویل: " تر اوسه موږ ته دا په کره توګه مالومه نه وه چې د انرژۍ د غه راز څښاک پر زړه څه اغېز لري. "
د نورو کافیین لرونکو څښاکونو لکه کوکاکولا یا قهوې (کافي) په پرتله، د انرژۍ په څښاک کې د کافیینو کچه، درې هومره لوړه ده .
"داسې ډېر جانبي يا اړخييز زيانونه پېژندل شوي چې د کافيينو له ډېرې اندازې کارونې سره نېغ په نېغه اړيکه لري لکه د زړه د ضربان ډېروالی ، د زړه الوتل (رېږدېدل)، د وینې فشار لوړېدل او په سختو مواردو کې د زړه ناڅاپي حملې اوناببره مړېنه"
څېړونکو د غونډې برخوالو ته داسې شربت ورکړ چې په هرو ۱۰۰ملي ليټرو کې یې ۳۲ ملي ګرامه کافیین او ۴۰۰ ملي ګرامه د تورین په نامه یو بل کیمیاوي توکی درلود.
لنډمهالى اغېز
دوی وښودله چې د زړه کيڼ بطين چې ټول بدن ته وینه پمپوي، د انرژۍ د شربت له څښلو څخه يو ساعت وروسته، د تجربې له پيله سره په پرتليز ډول، خورا شديد تقلص کاوه.
ډاکتر ډورنر زیاته کړه: " موږ وښودله چې د انرژۍ شربت کارول څرنګه له لنډې مودې وروسته د زړه پر پمپ (انقباظي حالت ) اغېز لري. موږ په کره تو ګه نه پوهېږو چې د زړه د ورټولېدو دغه غښتلې بڼه پر ورځنيو فعاليتونو او یا هم په ورزشي کړنو اغېز شيندي . "
د زړه پر ناروغانو يې هم اغېز مالوم نه دی ، خو د څېړونکو دغه ډله، ماشومانو او هغو ته چې د زړه د نامنظمو غورځېدو په رنځ اخته دي، له دغو مشروباتو څخه د نه کارونې سپارښتنه کوي.
د برتانیې د عادي مشروباتو ټولنې لا وار د مخه ويلي چې دغه مشروبات د ماشومانو لپاره نه دي .








