عراق کې د جنازې په مراسمو ځانمرګی بريد شوی

په عراق کې ځانمرګي د يوه سني جنګيالي د جنازې په مراسمو کې چاودنه کړې، چې په پايله کې يې لږترلږه ۱۰ کسه وژل شوي دي.
راپورونه وايي ځانمرګي د بغداد په شمال کې د مقداديه په ښار کې هغه مهال ځان چوولی چې خلک په جنازه پسې روان وو.
تر اوسه هېڅ ډلې د دغه بريد مسووليت پر غاړه نه دی اخیستی.
خو وسله وال تر ډېره هغه کسان په نښه کوي، چې د لومړي وزير نوري المالکي ملاتړ کوي.
په وروستیو میاشتو کې د عراق بېلابېلې سیمې د هدفي وژنو او نا ارامیو شاهدې وې.
د عراق حکومت وايي د سوريې کورنۍ جګړې په دغه هېواد کې فرقه يي تاوتريخوالي ته لمن وهلې.
وروستی میاشت له ۲۰۰۸ راپدېخوا، د عراق تر ټولو خونړۍ هغه ګڼل شوې.
د ملګرو ملتونو د روانې میاشتې د شمېرو له مخې، یوزاې په تېر اکتوبر کې د ترهګریزۍ ضد جګړو او چاودنو کې لږترلږه ۹۷۹ عراقیان وژل شوي او ۱۹۰۲ نور سخت ټپیان شوي دي.








