عراق: د شيعه ګانو په مراسمو بريدونه شوي
په عراق کې چارواکي وايي په درې غبرګو بمي چاودنو کې چې د شیعه ګانو پر مذهبي مراسمو شوي لږترلږه ۸ تنه وژل شوي دي.
د عراق په ختیځ بعقوبه ښار کې د دغو بمي بریدونو په ترڅ کې لس نور ټپیان شوي دي.
زیارت کوونکو د عاشورا په مراسمو کې ګډون کړی و، چې ددې اوونۍ په پای کې یې مراسم خپل اوج ته رسیږي.




