په عراق کې موټر بم بريد ۲۵ کسه وژلي دي

عراقي چارواکو ویلي د بغداد شمال ختیځ سعدیه ښار یوه مارکیټ کې موټر بم چاودنې لږترلږه ۲۵ کسان وژلي دي.
د عراق پلازمېنې بغداد په شمال ختيځ کې موټر بم چاودنې لږترلږه ۲۵کسان وژلي او ګڼ نور یې ټپیان کړي دي.
عراقي چارواکي وايي، چاودنه د سعدیه ښار په یوه مارکیټ کې شوې.
سعدیه ښار د دیاله ولایت یوه هغه لانجمه سیمه ده، چې شیعه ګان او سنیان دواړه په کې اوسېږي.
دغه برید ټیک یوه ورځ تر یوه مخکني خونړي برید وروسته شوی، چې لږترلږه د ۲۹ انسانانو ژوند یې اخیستی و او لسګونه نور یې سخت ټپیان کړي وو.
دغه بریدونه په دې وروستیو کې تر ډېره د پلازمېنې بغداد په شاوخوا سیمو کې شوي دي.
په وروستیو میاشتو کې د عراق بېلابېلې سیمې د هدفي وژنو او نا ارامیو شاهدې وې.
وروستی میاشتې له ۲۰۰۸ راپدېخوا، د عراق تر ټولو خونړۍ هغه ګڼل شوې.
سعدیه سیمه کې کردان هم اوسېږي.
عیني شاهدانو پولیسو ته ویلي، بم د سبزیو په یوه بار شوي موټر کې و.
د ملګرو ملتونو د روانې میاشتې د شمېرو له مخې، یوزاې په تېر اکتوبر کې د ترهګریزۍ ضد جګړو او چاودنو کې لږترلږه ۹۷۹ عراقیان وژل شوي او ۱۹۰۲ نور سخت ټپیان شوي دي.








