ملتان او راولپنډۍ کې فرقه يي شخړو زور اخیستی

د پنجاب ايالت په ملتان ښار کې د فرقه شخړو د خپريدو له امله ایالتي حکومت د کورنيو چارو وزارت نه غوښتي چې په حساسو سيمو کې په ګرځېدو بنديز ولګوي.
د شنبې په ورځ د نښتو پر مهال په ښار کې ۲۷ کسه ټپيان شول، چې اووه کسه يې د شيعه ګانو او دیوبندي فرقې ترمنځ د ډزو په تباله کې زخمیان شول.
د ملتان د پولیسو يوه مشر زاهد اسلم کوندل په ټولو سيمو کې امنيتي ځواکونو ته لارښوونه کړې، چې له پنځو زياتو کسانو د يو ځای کېدو اجازه ور نه کړي.
ده دغه راز له امنيتي ځواکونو غوښتي چې پر هوايي ډزو او د وسلو په ګرځولو هم بنديز سخت او آن په يو مخ يې منع کړي.
د کورنيو چارو له ایالتي وزير نه غوښتنه شوې، چې دغه خبرداری د یوې مياشتې لپاره وغځوي.
راولپنډۍ شخړې
د پاکستان له پلازمينې اسلام اباد سره نژدې په راولپنډۍ ښار کې د عاشورا د لاريون پر مهال د فرقه يي شخړو او وژنو له رامنځته کېدو وروسته د پنجاب په بېلابېلو ښارونو کې پوځ غوښتل شوی دی.
په راولپنډۍ کې د شنبې په ورځ ګرځبنديز ولګيد او له راولپنډۍ وروسته په ملتان او بهاولنګر کې هم د فرقه يي شخړو په اړه راپورونه ورکړای شوي او چارواکو پوځ وربللی دی.
په ښار کې د بي بي سي خبريال وايي د شنبې ورځې له ناکراريو راپديخوا په ښار کې وضعيت ښه نه دی او خلک په ويره کې دي.
د جمعې په ورځ په راولپنډۍ کې د فرقه يي شخړې په پايله کې اته کسه ووژل شول او له ۴۰ زيات نور ټپيان شول.
خبريالان وايي راولپنډۍ ښار ته غځېدلي سړکونه بند شوي او د ښار په بېلابېلو برخو کې پوليس ځای پر ځای شوي دي.
د راولپنډۍ د قومي اسمبلۍ غړی شيخ رشيد احمد يوه خبري کنفرانس ته وويل په ښار کې فرقه يي شخړې د امنيتي ځواکونو کمزوري ده او غوښتنه يې وکړه هغو هټۍ والو ته دې تاوان ورکړای شي ، چې هټۍ يې د جمعې په ورځ د تاوتريخوالي په پايله کې سوځېدلي دي.








