فیلیپین: زرګونه قربانیان او د مرستو ستونزې

فیلیپیني چارواکي وايي اوس فکر کېږي چې د جمعې په ورځ د هايان توفان يوازې په يوه ولايت کې نژدې لس زره کسان وژلي وي.
د ژغورنې لوى عمليات روان دی او پوځي چورلکې د ليتي ښار ته ژغورنکي او اکمالاتي توکي لېږدوي. توفان د تکلوبان ښار سخت ځپلى او دغلته خواړه لږ او اوبه او برښنا نشته.
د ښارچارواکي وايي اړمنو کسانو ته د مرستو د رسولو هڅې کوي چيرې چې هرڅه يې لوټ شوي دي.
د ملگرو ملتونو د مرسته رسولو ادارې مشر سبستيان روهديز سټمپ چې اوس په تکلوبان کې دى وايي:
زه پرون سهار را غلم – هوايي ډګر بېخي ويجاړ شوی، گاډي پورته په اونو کې پراته دي. د هوايي ډګر نه ښار ته تگ ناممکن و نو موږ د فلیپین پوځي چورلکه کې لاړو او بيا مو چې د ښار د پاسه پرواز کوو نو مو وليدل چې په ځینو ودانیو اور لگېدلی و. خوارې سيمې په بشپړه توګه تباه شوې وې.
دلته خلکو ته ډېر زیات زیان رسېدلی.
ځینو خلکو راته وويل چې د اوبو څپې د ٢٠ نه تر ٣٠ فوټه لوړې وې. موجونه عادي نه بلکه د سونامي په ډول وو او چې د ښارگوټي نه څپې تېرېدلې ۱۹ لوړې وې.
توپان ځپلو سره د مرستې په موخه د خیریه او نورو نړيوالو ټولنو ترڅنگ سيف د چلدرين موسسه هم سيمې ته رسيدلې. په پلازمينه مانيلا کې د دغې موسسې يوه غړي نېد اولني له بي بي سي سره په مرکه کې وويل تر ټولو لومړنى کار يې خلکو ته د خوړو رسول دي.
نوموړي زیاته کړه چې د مرستو رسولو د لارو چارو په اړه انديښمن دي ځکه چې لا هم داسې کلي شته چې څوک ورته نه رسیدلي او نه ورسېدلی شي خو موږ خپلې مرستې ګړندې کړي.
سيمه کې د بي بي سي خبريال وايي په سلگونو کسان د تکلوبان ښار هوايي ډگر کې چې خپله هم سخت زيانمن شوى راټول شوي دي چې د الوتکو له لارې له ښاره ووځي .
توپان اوس ويتنام ته مخه کړې او شپږسوه زره کسان له شمالي ولايتونو څخه نورو خوندې ځايونو ته لېږدول شوي دي .
د رپوټونو له مخې تراوسه پورې دغلته څلور کسان هغه مهال ووژل شول چې له توپان څخه يې د تېښتې هڅه کوله.
د بي بي سي د هوا پېژندنې مرکز وايي اټکل کوي چې د دوشنبې په ماسپښين توپان د ويتنام د پلازمينې هانوي جنوبي برخې وځپي.








