فلپین کې توپان ۱۰۰ کسان وژلي

اوس له فلپینه د هایان توپان د ویتنام پر لور خوځېدلی دی.
د عکس تشریح، اوس له فلپینه د هایان توپان د ویتنام پر لور خوځېدلی دی.

د فلپین مرکزي سیمې سخت توپان ځپلې دي، چې لږترلږه د وژل شویو شمېر تر سلو پورته ښوول شوی.

د تېز باد سرعت په یوه ساعت کې له ۲۳۵ تر ۲۷۵ کیلومترو پورې اټکل شوی دی.

توپان سلګونه ودانۍ ویجاړې کړې او اوس یې د اسیا سوېل ختيځو سیمو ته مخه کړې ده.

د فلپین پر ځینو سیمو برېښنا پارچاو شوې او د اړیکو سیستم هم له منځه تللی دی.

د تاکلوبان ښار یوه ډکه شوې ویډي، ښيي چې ښار اوبو په سر اخیستی دی.

ژغورندویه ډلې هڅه کوي چې ښار ته ورسېږي، خو د الوتکو هوايي ډګر هم سخت زیانمن شوی او یوازې پوځي الوتنو ته اجازه ورکړل شوې ده.

د فلپین حکومت هڅه کوي چې د وژل شویو شمېر لږ وښيي.

چارواکو ویلي، چې تر اوسه له ۱۲ میلوین ډېر ګړي په خطر کې دي. او ان د تېرې میاشتې د زلزلې ځپلو ټپونه لاهم نه دي رغېدلي، چې دغه توپاني څپې يې پر سیمو ورغلې.

اټکل دی، چې تر یکشنبې ورځې پورې د دغه توپان څپې ویټنام ته هم ورسیږي.

د باد له کبله نژدې ۷۵۰ زره کورنیو خپلې مېنې پرېښې دي.

د تېز باد له کبله نژدې ۷۵۰ زره کورنیو خپلې مېنې پرېښې دي.
د عکس تشریح، د تېز باد له کبله نژدې ۷۵۰ زره کورنیو خپلې مېنې پرېښې دي.

د فلپین د طبعي پېښو پروړاندې د مبارزې ادارې مشر اډوارډ دل روساریو ویلي، تېز باد او توپان د دې لامل شو، چې د تیز باران کچه راټيټه کړي او له اټکل لږ باران وشو.

پر همدې مهال، په ځينو سیمو کې د نژدې ۴۰۰ میلي متره باران ورېدو خبر ورکړل شوی.

په ځپل شویو سیمو کې ښوونځي او نورې ادارې رخصت شوې او د ځمکې او سمندر له لارې تګ-راتګ هم ممنوع ګرځول شوی.

فلپیني چارواکو ویلي، چې د مرستو او ژغورنې لپاره يې درې ترابري سي او ۳۲ پوځي چورلکې فعالې کړې دي.

هر کال فلپین کې نژدې ۲۰ ځلې له خاورو خځلو او باد ډک توپانونه راځي.