ترکستاني: د پولیو ناروغۍ د جرړو ویستو ته ور جوخت شوي یوو

پاکستان ،افغانستان او نايجريا د نړۍ هغه هيوادونه دي چې لا هم په کې د پوليو جرړې په بشپړ ډول نه دي ایستل شوي.
د عکس تشریح، پاکستان ،افغانستان او نايجريا د نړۍ هغه هيوادونه دي چې لا هم په کې د پوليو جرړې په بشپړ ډول نه دي ایستل شوي.

د افغانستان روغتیا وزارت وايي چې په دغه هېواد کې د تير کال په پرتله د پوليو پېښې څه باندې ۲۱ سلنه ښکته شوې دي.

پخوا ډیرې پیښې په سويلي ولایتونو کندهار او هلمند کې موندل شوې وې چې سږکال تر دې مهاله هیڅ پیښه نه لري.

د افغانستان روغتیا وزارت وايي چې د پولیو یانې د ماشومانو ګوزڼ ناروغۍ د جرړو ویستو ته ور جوخت شوي دي.

د ياد شوي وزارت وياند ‌‌‌‌ډاکټر کنشکا ترکستاني بي بي سي ته وويل ۲۰۱۱ ميلادي کال کې د پوليو ۸۰ په ورپسې ۲۰۱۲ کال کې ۳۷ او سږ کال تر دې مهاله ايله ۸ پيښې موندل شوې دي.

ښاغلي ترکستاني وويل چې له له دې څخه ۵ پيښې په کونړ او درې نورې په ننګرهار کې کې موندل شوې دي.

او لامل يې دا په ګوته کوي چې دغه ولايتونه له پاکستان سره ګډه پوله او خلک يې له ها خوا سره ډيره راشه درشه لرِي.

خو هلمند او کندهار چې تير کال دواړو ۱۱،۱۱ پيښې لرلې سږ کال په کې تر دې مهاله د پوليو يوه پيښه هم نه ده جوته شوې.

افغان روغتيايي چارواکي وايي د پوليو د پيښو د کچې ښکته کيدل ددوی د پوليو ضد کمپاينونو برياليتوب په ګوته کوي.