نايجر د کډوالو د کمپونو تړلو اعلان کړی دی

په نايجر کې ژغورونکو د هغو ۹۲ کسانو جسدونه موندلي، چې په یوه دښته کې د تندې له امله مړه شوي
د عکس تشریح، په نايجر کې ژغورونکو د هغو ۹۲ کسانو جسدونه موندلي، چې په یوه دښته کې د تندې له امله مړه شوي

د نایجر حکومت وايي، په دغه هیواد کې به د کډوالو ټول کمپونه وتړي. دغه اعلامیه له هغې پیښې څو ورځې وروسته خپره شوې، چې په سهارا دښته کې د ۹۲ کسانو مړي وموندل شول.

اعلامیه کې چې پر تلویزیون ولوستل شوه، دغه راز ویل شوي، ټول کسان به په ګوته شي او سخته سزا به ورکړل شي، چې د شمالي نایجر له لارې کډوال الجزایر او لېبیا ته لیږدوي.

باور دا دی چې موندل شوي جسدونه د کډوالو وو، چې غوښتل يې ځانونه اروپا ته ورسوي.

د نایجر د بهرنیو چارو وزیر محمد بازوم بي بي سي ته وویل، دا مهال یوازې د شمالي ښار اګادیز په غیر قانوني کمپونو کې نژدې ۵۰۰۰ افریقايي کډوال ایسار پاتې دي.

تنده او مرګ

په نايجر کې ژغورونکو د هغو ۹۲ کسانو جسدونه موندلي، چې په یوه دښته کې د موټر د خرابېدو وروسته د تندې له امله مړه شوي دي.

يو ژغورونکی مصطفی الحسن وايي، د قربانیانو جسدونه چې ډېری يې ښځې او ماشومان و، په ډېر بد وضعيت کې و.

دی وایي د مړو د جسدونو ځينې برخې نه وې او د دې شونتيا شته، چې ښايي حيواناتو به خوړلي وي.

د ده په خبره، احتمالآ يو مسافر وړونکی موټر چې د نايجر په شمال کې يې د آرلېت له ښار حرکت کړی و، په يوه دښتنه کې خراب شوی دی.

ښاغلی الحسن وايي دغه پېښه ښايي د سپټمبر مياشتې په وروستيو او يا هم د اکتوبر په لومړیو کې شوې وي.

دی وايي داسې برېښي چې د موټر د هغو لسو سپرليو په ګډون چې ځانونه يې آرلېت ته رسولي او د دغې پېښې خبر يې ورکړی، ځينې يې پلې تللي وي.

کارګر کډوال

دغه کډوال په دې نيت وتلي وو، چې ځانونه اروپا ته ورسوي
د عکس تشریح، دغه کډوال په دې نيت وتلي وو، چې ځانونه اروپا ته ورسوي

له دې وروسته ژغورونکې ډلې او داوطلبه ځواکونه د دغو تري تم شويو کسانو د موندلو لټه پيل کړه او ځانونه يې د الجزاير په لس کيلومترۍ کې د پېښې ځای ته ورسول.

ګومان دا دی چې دغه کسان کارګر کډوال وو چې له خپلو کورنيو سره د کار موندلو په نيت اروپايي هېوادونو ته د ځان رسولو لپاره له دغې دښتې تېرېدل.

د قربانيانو له نيمايي زيات يې ماشومان او تنکي ځوانان دي.

نايجر اروپايي هېوادونو ته د رسېدو لپاره د مرکزي افريقا د کارګرانو يوه اصلي لار ده، خو ډېری د دوی په شمالي افريقا کې پاتې کېږي.