م. م: په دمشق کې د جګړې درېدو غږ کړی دی

په دمشق کې زرګونه کسان د جګړې په منځ کې ايسار پاتې دي
د عکس تشریح، په دمشق کې زرګونه کسان د جګړې په منځ کې ايسار پاتې دي

ملګرو ملتونو د سوریې د پلازمېنې دمشق په شاوخوا کې د معضميې په سيمه کې په سملاسي ډول د جګړه ييز حالت د درېدو غوښتنه کړې ده.

په ملګرو ملتونو کې د انساني ښېګڼې ادارې مشر ويلري ايموس وايي، له تېرې يکشنبې راهيسې ۳۰زره کسان له دغې سيمې خوندي ځايونو ته استول شوي دي.

ښاغلی ايموس وايي همدومره نور کسان اوس هم د ډزو او جګړو له وېرې دغلته ايسار پاتې دي.

دی زياتوي چې د هېواد په نورو سيمو کې هم خلک له دا ډول حالت سره مخامخ دي.

د سوريې پوځ تر دې وړاندې ويلي، چې د ياغيانو تر ولکې لاندې سيمو کې خلک يا بايد تسليم شي او يا به د خوراکي توکو له کمښت سره مخامخېږي.

د شنبې په ورځ د جرمانا په سيمه کې د سوري ځواکونو پر يوې پوستې د ياغيانو د ځانمرګي بريد او جګړې په پایله کې ۱۶ کسه ووژل شول.

حکومتي رسنيو د دغه بريد پړه پر مخالفينو چې دوی ورته ترهګر وايي واچوله، خو په اړه يې ډېر جزييات ور نه کړل.

د دمشق د شاوخوا ډیری سيمو کنټرول د یاغيانو تر ولکې لاندې دی، خو د جرمانا ډیری اوسېدونکي چې عيسویان دي د بشار الاسد ملاتړي دي.

دغه سيمه تر اوسه د حکومت تر کنترول لاندې ده.

ويليري ايموس وايي: "زه له ټولو ښکېلو غاړو غواړم، چې په سملاسي ډول جګړې ودروي او د مرستو رسولو ډلو ته دې اجازه ورکړي، چې له دغو ځايونو خلک وباسي او سيمې ته د ژغورنې توکي او درمل ورسوي".

دی وايي له څو مياشتو راهيسې معضميې ته مرستې نه دي، رسېدلي او لوی لامل يې په دغه سيمه کې روانه جګړه ده.

ښاغلی ايموس وايي، د بريدونو له وېرې ځايي اوسېدونکو ته بايد له سيمې د وتو اجازه ورکړای شي.