تر ۸۰ کلنې مینې وروسته د ۱۰۳ کلن بوډا واده

زوم او ناوې
د عکس تشریح، بوډا زوم ۱۰۳ کلن او بوډۍ ناوې ۹۹ کلنه ده.

پاراګوای کې یوه بوډا سړي له خپلې معشوقې سره تر ۸۰ کلنې مینې وروسته بالاخره واده کړ.

دغه ۱۰۳ کلن بوډا مین خوسېه مانوېل اریل نومېږي.

د هغه د ژوند اوسنۍ شریکه او مخکنۍ ملګرې مارتینا لوپیز ۹۹ کلنه ده.

خوسېه، چې پر ګرځېدونکې څوکۍ ناست و، له خپلې مېرمنې ژمنه وکړه، چې ټیک ۸۰ کاله یې سخته ډېره مینه ورسره لرله، چې دا مینه به د دواړو د ژوند تر پایه دوام ومومي.

د دواړو د واده دیني مراسم د هغوی د کور په باغچه کې ترسره شول.

هغه پادري چې د دواړو د واده مراسم یې مخته بېول، وویل چې په ژوند کې یې دا لومړی ځل دی، چې د دوو ډېرو زیاتو بوډاګانو د واده مراسم ترسره کوي.

دغو مراسمو ته د میړه او ښځې دواړو اته سره اولاده، ۵۰ لمسیان، ۳۵ کړوسیان او ۲۰ کودیان هم حاضر وو.

دواړو تر دې ۴۹ کاله وړاندې هم په نارسمي توګه د راتلونکي په اړه په نارسمي توګه د واده کولو هوډ کړی و.