یمن کې د کم عمره نجونو ودولو د مخنیوي غوښتنه

یمن کې د بشري حقونو وزیرې پارلمان ته یو لیک استولی او غوښتنه یې کړې چې د کم عمره نجونو د ودونو په هکله یو قانون تصویب کړي.
دا غوښتنه وروسته له هغه کېږي چې په دې وروستیو کې یوه اته کلنه نجلۍ د واده په شپه مړه شوه او د هغې مړینې غوسه وپاروله.
په همدې حال کې د بشري حقونو یوه ډله وايي په یمن کې ۱۴ سلنه نجونې له ۱۵ کلنۍ مخکې ودېږي او په سلو کې ۵۰ له اتلس کلنۍ مخکې واده کېږي.

د بي بي سي د عربي چارو خبریال سبیټین عشیر په دې هکله خپل رپوټ کې وايي یمن کې بېوزله کورنۍ خپل کم عمره نجوني د ولور لپاره او په دې خاطر ودوي چې د دسترخوان له سره یې یو کس کم شي.
خو وروسته له هغه چې یوه اته کلنه نجلې د واده په شپه له خپل ۴۰ کلن میړه سره تر یوځای کېدو وروسته ټپونه واخیستل او مړه شوه، پر یمن فشار ډېر شوی چې د کم عمره نجونو د ودونو مخه ونیسي.
رپوټونه وايي نوموړې نجلۍ یوه روغتیايي کلینیک ته بیول شوې وه خو ډاکټران ونه توانیدل چې هغه وژغوري.
د دې نجلۍ کېسه په یمن کې خپره شوې، سیمه ییز خلک یې هم تاییدوي خو چارواکي دا خبره ردوي چې ګواکې دغه پېښه دې رامنځ ته شوې وي.

بله غاړه د یمن د صدراعظم یوه سلاکار ویلي چې په دې هکله یوه څېړنه ترسره کېږي او مسوول کس به د قضا منګولو ته وسپارل شي.
په همدې حال کې د بشري حقونو وزیرې حمیرا مشهور له پارلمانه غوښتنه کړې چې د کم عمره نجونو د ودونو په برخه کې اقدام وکړي، خو د بي بي سي خبریال وايي داسې نه ښکاري چې په دې اړه به پارلمان ته کوم نوی قانون وړاندې شي.
هغه کسان چې په کم عمر کې د نجونو د ودولو پلوي دي وايي په کم عمر کې د نجونو د ودونو مخنیوی د هېواد له دود دستور، فرهنګ او مذهب سره په ټکر کې راځي، خو د یمن ځینو مخکښو مذهبي څېرو په کم عمر کې د نجونو د ودونو د مخنیوي پلوي کړې او وايي چې په دې برخه کې دې د اسلام لارښوونو ته مراجعه وشي.








