مشرف بیا ونیول شو

د پاکستان مخکنی ولسمشر پروېز مشرف په ضمانت تر خوشي کېدا یوه ورځ وروسته، په ۲۰۰۷ کال د اسلام اباد د لال جومات د برید په تور بېرته ونیول شو.
پروېز مشرف په ۲۰۰۷ کال د اسلام اباد زړه کې پر لال یا سره جومات د پوځي برید امر ورکړی و، چې تر ۱۰۰ ډېر کسان پکې ووژل شول.
پر مشرف ځینې نور تورونه هم دي، چې له کبله یې اجباري کور کې دی.
خو د تېرې پنجشنبې پر ورځ په ضمانت تر خوشي کېدا وروسته بېرته ونیول شو.
مشرف ټینګار کوي، چې پر هغه ټول لګول شوي تورونه سیاسي انګیزه لري.
پر مشرف د پاکستان د پخوانۍ لومړۍ وزیرې بې نظیر بوټود وژنې او بلوڅ مشرانو د وژنو تورونه هم دي.
همداشان، په ۲۰۰۷ کال د ځینو پاکستاني جګپوړو قاضیانو د لیرې کېدو تور هم پرې لګول شوی.
اوسنی حکومت وايي، چې مشرف به د خیانت په تور محاکمه شي.

اټکل دی، چې د تېرې پنجشنبې پر ورځ د مشرف نیولو اصلي انګیزه د سخت دریځي ملا عبدالرشید غازي د وژلو په قضیه کې د مشرف لاس لرل ښوول شوي.
په ۲۰۰۷ کال د مشرف د واکمنۍ پرمهال نوموړي د اسلام اباد زړه کې پر هغه جومات (لال جومات) د پوځي برید امر ورکړ، چې غازي پکې مدرسه لرله.
مشرف په ۱۹۹۹ کال د هغه وخت او اوسني لومړي وزیر نواز شریف پرضد د یوې پوځي کودتا په پایله کې واک ته ورسېد.
مشرف د ۲۰۰۸ کال په ټاکنو کې د بوټو د ګوند پروړاندې تر ناکامېدو وروسته دبۍ او بیا وروسته لندن ته پناه یووړه.








