پاکستان: پخوانی پوځي واکمن پرویز مشرف ونیول شو

د پاکستان بلوچستان ایالت پولیسو د دغه ایالت د پخواني لومړي وزیر نواب اکبر بګټي د وژنې قضیه کې په رسمي توګه د پاکستان پخوانی پوځي واکمن پرویز مشرف نیولی دی.
بلوچستان پولیسو له ترهګرۍ ضد محکمې غوښتي، چې تر څو د اکبر بګټی د وژنې دوسیه د اسلام اباد یا راولپنډۍ ترهګرۍ ضد محکمې ته د لېږدولو په باب پرېکړه نه وي شوې، تر هغې دې تورن مشرف خپل کور کې وساتل شي، چې پلازمېنې اسلام اباد ته څېرمه دی او د زندان یوه برخه بلل شوی.
د محکمې په حکم د نواب اکبر بګټي د قضیې څېړونکې ډلې د دې قضیې په لړ کې جنرال پروېز مشرف نیولی دی.
د یادونې ده، چې د جون په ۱۲ مه د کوټې جنايي پولیسو یوه ډله د جنرال مشرف د نیولو لپاره اسلام اباد ته رسېدلې وه. اسلام اباد کې داسې اوازې هم وې، چې ګواکې پرویز مشرف کوټې ته لېږدول کېږي.
له دې مخکې دوو نورو دوسیو کې د مشرف ضمانت شوی، چې یوه دوسیه د پخوانۍ لومړۍ وزیرې بینظیر بوټو د وژنې او بل هم د پاکستان د سترې محکمې د قاضیانو غیر قانوني حبس کې ساتلو اړوند وه.
د پرویز مشرف د نیولو په غوښتنلیک کې، چې محکمې ته وړاندې شو، یادونه شوې، چې د یو شمېر توندلارو ډلو له لوري پرویز مشرف ته د وژلو ګواښونه شوي.
له دې سره پروېز مشرف، چې د پاکستاني پوځ پخوانی مشر دی، د یو شمېر توندلارو ډلو له لوري یې د سر بیه هم ټاکل شوې ده.
محکمې د څارنوالانو غوښتنه ومنله، نظارت کې د تورن د ساتلو موده یې ۱۴ ورځې وغځوله او د روانې میاشتې جون ۲۷ مه یې دې قضیې کې د دلیلونو اورېدو نېټه وټاکله.
د اډیاله زندان رییس مشتاق اعوان بي بي سي ته ویلي، چې د څارنوالانو ډله تر اوسه هغه فارم ته نه ده تللي، چې تورن پرویز مشرف په کې ساتل کېږي.
د نوموړي په وینا د تېرو څو ورځو په اوږدو کې کوټې پولیسو له پرویز مشرف نه هېڅ ډول پوښتنې ګروېږنې نه دي کړې.








